پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، د نجونو پر وړاندې دې د زده کړو بندې دروازې بېرته پرانېستل شي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه د نوي ښوونیز کال د رارسېدو په درشل کې یو وار بیا پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېزي.
نوموړي همدا راز ویلي، چې نجونو ته دې د زده کړو غوره زمینه برابره شي.
پخواني ولسمشر زده کړې د یوه هېواد د پایښت او له پردي احتیاجه د خلاصون ښه لاره بللې ده.
کرزی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې درې ورځې وروسته په هېواد کې نوی ښوونیز کال پیلېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې سرپرست حکومت به په دې کال د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي که نه؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوې طرحې کار روان دی.