روان کال څه باندې ۱،۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

روان کال څه باندې ۱،۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي


  • 10 مياشتي دمخه (17/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 368

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په روان کال کې تر یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته هیواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالملب حقاني له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا شمېر کډوال له پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکیې څخه بېرته راغلي دي.

هغه زیاته کړې، چې دغه کډوال په خپله خوښه یا جبري ډول هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

د نوموړي په وینا، له راستنو شویو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي.

واک ته د نوي حکومت له رسېدو وروسته په لسګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول.

په وروستیو کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان د غیر قانوني ورغلیو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم خورا چټه کړه.  

د سرپرست حکومت چارواکي وخت ناوخت له بهر ته تللیو هېوادوالو غواړي، چې له وېرې پرته بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.