سوېډن کمېټې افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه بند کړل

سوېډن کمېټې افغانستان کې خپل ټول فعالیتونه بند کړل


  • 10 مياشتي دمخه (18/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 337

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې خپل ټول فعالیتونه درولي دي.  

د سوېډن راډیو د راپور پر اساس، دغې کمېټې تېره جمعه خپل ټولې چارې ځنډولې دي.    

یادې کمېټې ویلي، دا پرېکړه یې د اوسني حکومت په غوښتنه او د خپلو کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره کړې ده. 

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې فعالیت کاوه.   

دغې کمېټې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه شپږ زره کارکوونکي لرل. 

تر دې وړاندې سرپرست حکومت په غزني کې د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې د پوهنې برخې چارې بندې کړې وې.