سیمه ییزې سرچینې وایي، د بادغیس درهبوم ولسوالۍ په «غولغي» سیمه کې د یوه کور چت پرېوتو له امله ۶ کسان وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي، د دې پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
په مړه شویو کې یو نارینه، یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي.
سیمه ییزو مسؤلینو ویلي، چې دا کور د وروستیو ورښتونو له کبله زیانمن شوی و.
تېره اوونۍ په هرات کې هم د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي وو.
څو ورځې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي وو، چې په ټول هېواد کې د تېرو څه باندې درېیو اوونیو ورښتونو او سړې هوا له کبله ۶۰ کسان وژل شوي دي.