پاکستان په ډنډ پټان کې د جګړې ودرېدو غوښتنه کړې

پاکستان په ډنډ پټان کې د جګړې ودرېدو غوښتنه کړې


  • 8 مياشتي دمخه (18/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 369

د پاکستان حکومت له افغان چارواکو غوښتنه کړې چې د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې جګړه ودروي.

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې اوسمهال د قومي مشرانو په منځګړيتوب د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه درېدلې ده.

په ورته مهال ځینې نورې سرچینې وایي، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې لا هم څو ځايه نښتې روانې دي.

تر اوسه د دغو نښتو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ورکړل شوې. 

د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې افغان ځواکونه په درنو وسلو پاکستاني پوستې په نښه کوي او لوګي ترې پورته کېږي. 

ویل کېږي، چې په ځینو ځایونو کې پاکستاني پوځیانو خپل مرکزونه پرېښي او تښتېدلي دي. 

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاړه چینار ولسوالۍ په کورمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې یو لوړ پوړی پاکستانی افسر وژل شوی او دوه پوځیان سخت ټپیان دي. 

لاهم په یاده نښته کې د تلفاتو دا شمېر وروستی نه دی او د زیاتېدو احتمال یې شته.