امریکا پر خوست او پکتیکا د پاکستان وروستیو بمباریو په هکله ویلي، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، میتیو مېلر په واشګټن کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې افغان چارواکي باید له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.
هغه له افغانستان او پاکستان غوښتي، چې خپل منځي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له پاکستان سره کار کولو ته ژمنه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر پاکستان غږ کړی چې د ملکي وګړو په نښه کولو څهه ډډه وکړي.
پاکستان د دوشنبې په ورځ په خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل او وایي، چې پاکستاني طالبان یې په نښه کړي دي.
خو افغان حکومت وایي، دا بریدونه د ملکي خلکو پر کورونو شوي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په کډون اته تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني احضار کړ.