بيا هم پر پښتو لنډې كيسې او كيسه ليكنې درسره غږېږو او د يوه نوښتګر كيسه ليكوال پر كيسو د بحث له لارې، په پښتو لنډه كيسه كې د مشاهدې پر دقت خبرې كوو.
لنډه كيسه، ګڼې ځانګړنې او تكنيكي خصوصيات لري، چې پو له دغو ځانګړنو څخه يې د مشاهدې دقت دى، چې زموږ يو شمېر كيسه ليكوال ورته ډېره توجه نه كوي. ښايي ل همدې كبله وي، چې زموږ يو زيات شمېر معاصرې كيسې پر لوستونكو اغېز نه پرېباسي. يو كم شمېر كيسې، چې زيات مينه وال او لوستونكي لري، ښايي ليكوالو يې هڅه كړې وي، چې يوه شېبه يو كركټر او يوه پېښه په پوره داستاني دقت انځور كړي.
دلته په دې ليكنه موږ همداسې يو ليكوال در پېژنو، چې په كيسه ليكنه دغسې دقت ورته ډېر مهم ښكاري: (( مهمه خبره په کيسه کې دا ده، چې يو سړى وکولاى شي په ښه بڼه، يوه شېبه، يو کرکټر او يوه پېښه څنګه، چې دى يا څنګه، چې غواړي ووايي هماغسې انځور کړي.))
دا زموږ د روان ادبي بهير مطرح كيسه ليكونكى او كره كتونكى، محمد زرين انځور دى. د ښاغلي انځور په اند که يو ليکوال دغو شېبو ته دقت وکړي او په هماغه خپل داستاني دقت سره يې په ښه بڼه تصوير کړى شي يو بريالى کيسه ليکونکى دى.
انځور صاحب کيسه او هغه هم ښه كيسه هغه كيسه راپېژني، چې د ټولنې د ژوند يو عمده اړخ په كې په دقيقه بڼه انځور شوى وي: (( ښه كيسه داسې يوه كيسه کېدلى شي، چې هغه له يوې خوا د داستاني هنري ارزښتونو لرونکې وي، چې هم د هنر په تول پوره وي او هم د ټولنې د ژوند يو عمده اړخ په دقيقه بڼه تصوير کړى شي.))
د انځور صاحب په اند ليکوال، هغه څه چې غواړي ووايي، هغه په ښه بڼه لوستونکي ته وړاندې کړى شي، ځكه مهمه خبره دا ده، چې ليکوال څه غواړي ووايي، په څه ډول يې وايي او پر لوستونكي څه ډول اغېز پرېباسي.
د ښاغلي انځور د كيسه ليكنې يوه ځانګړتيا دا ده، چې خپل لوستونكي په پوره مينه، د پېښو ژورو ته كاږي او دا ځكه، چې هغه په دې باور دى، چې: (( تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې کيسه ليکونکي هغه څه چې غواړي ووايي په ښه بڼه يې ووايي، څنګه کولاى شي په ښه بڼه يې وايي په هغه کې مهمه خبره بيا دا ده، چې ليکوال د يوې پېښې ژورو ته ور ننوزي، هغه څه، چې دى يې کيسه ليکلو ته اړ کړى دى، هغه انګېزه او هغه اغېز بايد دومره ژور وي، چې دغه کيسه ليکلو ته دى وهڅيږي او له ځانه سره ووايي که دغه کيسه يا دا پېښه زه ونه ليکم ساعت نه راباندې تېريږي. دغه حالت، دغه پېښه او كركټر بايد په دقيقه بڼه وروښودل شي، نه دا چې وويل شي.))
پېژندنه
محمدزرين انځور د عبدالطيف ګرديوال زوى، په ١٣٣٥ کال د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث کې په يوې منورې کورنۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د ګردي غوث په لومړني ښوونځي کې تر سره کړې، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې په ١٣٥٢ لمريزکال کې د ننګرهار په ايمل خان لېسه کې ترسره کړې دي.
انځور صاحب په ١٣٥٣ کال کې د کابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو په پوهنځي کې زده کړې پيل کړې او په ١٣٥٦ کال په پاى کې د دغه پوهنتون د ژورنالېزم له څانګې څخه يې برى ليک واخيست. نېږدې لس کاله يې د افغانستان په راډيو تلوېزيون کې د راډيو افغانستان د هنر او ادبياتو په اداره کې د ادبي خپرونو د پرډيوسر او ليکوال په توګه کار کړى دى.
په ١٣٦٦ کال کې د افغانستان د ليکوالو ټولنې د ادبي نقد او ادبي څېړنو د څانګې مشر شو او له هېواد نه د وتو تر وخته يې دغه دنده پرمخ بوتله. په ١٣٦٨ کال کې له هېواد نه مهاجر او پېښور ته لاړ او د څلورو کلونو لپاره يې د خپلواکۍ په نامه د ازاد افغانستان د ټولنې له لوري خپرېدونکې مجله وچوله.
په دغه کلونو کې يې د پېښور له پوهنتون څخه په پښتو ژبه او ادبياتو کې ماسټري هم واخيسته.
په پېښور کې له يو شمېر نورو افغان ليکوالو لکه محمدصديق پسرلي، حبيب الله رفېع، محمد اصف صميم او امان الله ساهو سره په ګډه د افغانستان کلتوري ټولنه جوړه کړه او همدارنګه د افغانستان د مقاومت ادبياتو د ودې لپاره يې غونډې اوسيمينارونه جوړول.
انځور له ١٣٧٤ کال راهيسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني د کولن په ښار کې اوسيږي، له ١٣٧٧ لمريز کال راهيسې يې له يوشمېر نورو افغان ليکوالو سره د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه جوړه کړې ده، چې تر اوسه يې لسګونه مهم اثار په پښتو ژبه خپاره کړي دي او يو زيات شمېر ملي او كلتوري غونډې او سيمينارونه يې جوړ کړي دي.
انځور لا د ښوونځي زده کوونکى و، چې شعرونه يې ويل او لنډې کيسې يې ليکلې: (( زه لا د ښوونځي په اتم، نهم ټولګي کې وم، چې ما د بېلابېلو ليکوالو اثار، چې زموږ په کور کې وو، زموږ کورنۍ په يو بې سواده چاپېريال کې يوه باسواده کورنۍ وه او بېلابېل کتابونه زموږ په کور کې وو او په خپل کلي کې مو يو ښه غنيمت کتابتون درلود. د هغو کتابونو د مطالعې، په ځانګړي ډول د داستاني کتابونو مطالعې له ما سره د داستان ليکلو مينه پيدا کړه، په هغه وخت کې، چې زه د ښوونځي زده کوونکى وم، ما به ځينې کرښې د داستان په نامه ليکلې، حتى ما د يو ناول د ليکلو هڅه هم کړې وه. ))
لومړنۍ ليکنې، شعرونه او لنډې کيسې يې په ١٣٥٤ کال په مطبوعاتو کې چاپ شوي دي: (( په ١٣٥٤ لمريز کال زما لومړنۍ لنډه کيسه په ننګرهار مجله کې چاپ شوې وه، چې هغه وخت له کابله چاپېده. له هماغه کال را وروسته تر ننه مې په منظم ډول په مطبوعاتو کې کيسې او ليکنې چاپيږي.))
د ښاغلي انځور لومړنۍ ليکلې او چاپ شوې لنډه کيسه ( تور ګلاب ) نوميږي. هغه وخت په کابل کې، د يوه سګريټ پلورونکي ژوند د دې کيسې ليکلو ته هڅولى و: ((هغه وخت موږ په رحمان مېنه کې اوسېدلو او زه د پوهنتون محصل وم. په هغه وخت کې دلته يوه سينما وه، چې د اقبال سينما يې بلله او د رحمان مېنې په ډډه کې پرته وه، له هغه سينما سره نږدې ما د يوه سګرېټ پلورنکي حالت وليده، ما هلته چکر واهه، چې هغه مې وليد، يو حالت راته پيدا شو او د تور ګلاب په نامه يوه كيسه وليكله.))
د انځور ګڼې ليکنې په زيري، کابل، پکتيا، ننګرهار، پلوشه، کندهار او نورو بېلابېلو مجلو او بيا په راډيو او تلوېزيوني خپرونو کې خپرې شوې دي.
که څه هم انځور صاحب، په بېلابېلو ادبي برخو کې ليکنې او څېړنې کړي دي، خو د ادبي کار ډېره برخه يې د پښتو لنډې کيسه ليکنې او د معاصرو ادبياتو کره کتنې ته ځانکړې ده.
دا سرونه دا رسمونه، تروږمۍ، شاړې کوڅې، زموږ د کلي پاڼې او دلته غرونه، نه دي هسک د ښاغلي انځور د لنډو کيسو ټولګې دي، چې چاپ او خپرې شوې دي. البته د يادونې وړ بولم، چې دا سرونه دا رسمونه او شاړې كوڅې يې په كابل كې او پاتې نورې ټولګې يې له هيواده بهر چاپ چاپ شوې دي.
د غزل په اننګو کې، د شريف دېوان، هجري د زنځيرونو شاعر، اباسين کيسې کوي، شعرونه او نقدونه، د افغانستان د ژورنالېزم مخکښان، د مهدي داستاني کليات، يون يا د استاد حمزه غزليزه ټولګه، خپلواک غږونه، د پټې خزانې ميزان، رښتيا ميزان دى، له استاد محمداصف صميم سره په ګډه، د ثور په تراژيدۍ کې فرهنګ، ادبيات او ازادي او د صدر خوشال ژوند او اثار دا ټول د ښاغلي زرين انځور چاپ شوي څېړنيز اثار دي.
سربېره پر دې د ښاغلي انځور سلګونه مقالې د هېواد او دغه راز دله هېواده بهر په مطبوعاتو کې چاپ او خپرې شوې دي.
استاد انځور اوس اوس په كابل كې دى او د پوهنې وزارت په بلنې د نوموړي وزارت د نصاب جوړولو په څانګه كې كار كوي.
زرين انځور زموږ د وخت هغه نوښتګر او پركاره كيسه ليكوال دى، چې تر بل هر ليكوال نثر يې ډېر واضح، څرګند او له هنري ځانګړنو برخمن دى. تكړه كره كتونكى استاد اسدالله غضنفر، دى يو كم سارى ليكوال راپېژني او وايي، چې نورو ته خپله خبره په ښه توګه رسوي: (( كله چې د يوه ليكوال او كيسه ليكوال په توګه د زرين انځور پر اثارو او د ده په ژوند باندې خبرې کوو، تر هر څه د مخه د ده د نثر وضوح ته زموږ پام اوړي، ګمان کوم له ليکواله د ټولو تقاضا هم همدا ده، چې واضح وغږيږي، هره هغه خبره، چې بل يې نورو په وضاحت سره نه شي رسولاى، ليکوال دا کمال لري، چې بل ته يې رسولاى شي.))
د ښاغلي غضنفر په وينا په عادي مجلسونو کې موږ ډېر خلک وينو، چې ډېر ښه غږيږي خو که قلم راواخلي، هغه خبره هغسې بل ته نه شي رسولاى: (( اصلا دا بلاغت، يعنې د رسولو قدرت، يعنې خپله خبره بل ته رسول او پر بل اثر غورځول دا يو كمال دى، چې ښاغلى انځور يې لري او زما په خيال له همدې كبله دى زموږ په معاصر ادب کې يو هغه کمسارى ليکوال دى.))
ښاغلى انځور په كيسه ليكنه كې، چې كومو تكنيكونو ته ډېره توجه لري يو په هغو كې له سيمبولونو كار اخيستنه ده. سربېره پر دې استاد انځور د سيمبولونو اهميت ته هم ډېر پام كړى دى، ښاغلى غضنفر د ده په كيسو كې همدې ځانګړنې ته تم شوى: (( پخواني ليکوال اکثره رياليست وو او يوازې د پېښو، کرکټرونو، حوادثو او د کليمو مستقيمې معنى ته يې اهميت ور کاوه، مجازي معناوو او خصوصا سمبوليکو خواو ته يې پام نه کاوه. خو انځور صاحب زموږ له هغو کيسه ليکوالو څخه دى، چې دې اړخ ته يې ډېر پام وکړ.))
د غضنفر په وينا د ده ځينې سيمبولونه استثنايي دي: (( ده يوه کيسه ليکلې وه، چې په هغه کې راډيو سمبول دى. راوي وايي، چې يو وخت زه ماشوم وم او يوه راډيو مې لرله، راډيو مې ډېر په زحمت پيدا کړه او په ډېر مشقت د راډيو خاوند شومه، بيا وروسته لوى شومه. اول به مې سندرې په کې اورېدې او بيا به مې په راډيو کې فوتي اعلانونه اورېدل، يعنې دغه راډيو د دغه کرکټر د مختلفو اړخونو، د ده د زمانې د مختلفو اړخونو او بلکې د تاريخ د يوې دورې سيمبول ګرځېدلې ده.))
عبدالرحمن ومان نيازى هم د انځور صاحب په كيسو كې د سيمبول د كارونې په اړه يوه په زړه پورې خبره كوي او وايي سره له دې، چې د هغه سيمبول په معنى نه دى پوه شوى، خو له كيسې يې ډېر خوند اخيستى: (( ما د ده يوه سمبوليکه کيسه لوستې وه، چې په هغه کې ده يوه چرګه د سمبول په ډول کارولې وه. كه رښتيا ووايم زه د کيسې تر پايه په دې پوه نه شوم، چې د ده مراد له دې سيمبول نه څه و، خو وروسته وروسته بيا پوه شوم، چې د ده مراد له دې سيمبول نه څه و.))
د ښآغلي ومان په اند د سيمبوليکو کيسو يو مهم اړخ هم همدا دى که څوک يې د سيمبول په معنا او مفهوم، چې د ليکوال هدف دى، پوه هم نه شي، له کيسې نه يې خوند واخلي.
غضنفر، د ښاغلي انځور په كيسو كې د خوند او تاثير او د احسن تكرار خبره كوي: (( د ده د کيسو په نثر کې او په سبک کې يو عمده خصوصيت احسن تکرار دى، دى يوه معنا په مختلفو جملو کې، په مختلفو بڼو او يا ممکن په عين بڼه تکرار کړي، چې دا تاکيد او تکرار د هنر ژبې يو خصوصيت دى، چې که په مهارت ورنه استفاده وشي، نو ليکنې ته که هغه شعر وي او که نثر، خوند او رنګ ورکوي او تاثير يې ډېروي. انځور صاحب دا مهارت لري.))
غضنفر د انځور په كيسو كې يو بل خصوصيت ته هم ځير شوى دى، چې هغه ته دى پخپله اصطلاح د تصاعد د خصوصيت نوم وركوي، چې تراوسه يې د كوم بل پښتو كيسه ليكوال په هستونو كې نه دى ليدلى: (( تصاعد د رياضي يوه اصطلاح ده، په ادبياتو کې زما نه ياديږي، چې چا ورنه استفاده کړې وي،يا په نقد کې خو د انځور صاحب کيسې، چې زه کله لولم نو هماغه د رياضي تصاعد راته ياديږي، کله کله يو شى وار په وار ډېرېدونکى حالت لري، فرضا داسې: هغه را پاڅېد، هغه روان شو، هغه ګامونه ګړندي کړل، هغه ګامونه نور هم ګړندي کړل، هغه منډه کړه، دا حالت يو خاص خوند لري او دى له دې سره دلچسپي لري. دغسې يو تېزېدونکى، دغسې يو بشپړېدونکى او دغسې وار په وار يو سريع کېدونکى کيفيت د ده په مختلفو کيسو کې ما حس كړى او خوند مې ځنې اخيستى دى.))
د لنډې كيسې يو بل اساسي خصوصيت دا دى، چې پيښې او كركټرونه په كې په ډېر دقت او دقيق ډول راواخيستل شي، يعنې د مشاهدې پوره دقت په كې موجود وي، چې له بده مرغه زموږ د ځينو اوسنيو كيسو يوه نيمګړتيا همدا ده. خو انځور صاحب هغه كيسه ليكوال دى، چې په ګڼو كيسو كې يې د مشاهدې پوره دقت ليدل كېږي. استاد نجيب منلى په همدې باور دى: ((
د انځور صاحب د کيسو يو بل اړخ، چې زما په نظر ډېر مهم دى او په افغاني کيسو کې کم ليدل کېږي، هغه د مشاهدې دقت دى، د بېلګې په ډول د ده يوه کيسه ده، چې وطن نوميږي. د کيسې پلاټ داسې دى، چې يو سړى قبر کيني، دا د ده دنده ده او هره ورځ ځي د مړو لپاره قبرونه کيني، مګر دى له خپلې دندې سره دومره شوق لري، دومره علاقه لري، چې هغه قبر چې دى يې کيني په دې فکر کې نه دى، چې دلته به يو مړ پرېوځي، بلكې په دې فکر کې دى، چې دلته به يو څوک د تل لپاره پرېوځي او غواړي، چې همدا قبر همداسې د تل لپاره پاتې شي.
نو دى، چې په څومره شوق او دقت کار کوي او په دې خپله وظيفه کې، چې دى څومره تخنيکي مهارت کاروي، فکر کوم چې په دغه دقت باندې د دې بيانول ډېر لوړ هنر غواړي.
او زرين انځور دا په ډېر دقت بيان کړى دى.))
د كيسې ژبه بايد كيسه ييزه، روانه او معيار وي، د كيسه ليكوال يوه ښه هڅه دا ګڼل كېږي، چې خپله كيسه په روانه ژبه او د كيسې له موضوع سره سمه وليكي. استاد منلى د انځور صاحب كيسې ځكه خوښوي، چې ژبه يې ډېره روانه او معياري وي: (( د ده د داستان ژبه ډېره روانه او ډېره معياري ژبه ده. فکر کوم، چې زرين انځور به د ګوتو په شمار پښتنو ليکوالو په جمله کې وي، چې واقعا په معياري ژبه ليکل کوي.))
ځوان او هڅاند ليكوال او شاعر نورمحمد لاهو هم په همدې نظر دى: (( د ده داستانونه په مجموع کې ډېر خوږ نثر لري او ډېرې ښې پېښې په كې تمثيل شوي وي. موږ ډېر شمېر کيسه ليکوال لرو، چې کيسې ګونګې دي يعنې لوستونکى تر پايه له هغه نه هغه اصلي خبره نه شي اخيستلاى، خو د انځور صاحب په کيسو کې دغه روڼوالى تر ډېره حده ليدل کېږي.))
د پورته ځانګړنو له كبله منلى صاحب په دې نظر دى، چې بايد د انځور صاحب كيسې په بهرنيو ژبو د ژباړلو له لارې نړيوالو ادبياتو ته لاره وكړي: (( په مجموع کې زه فکر کوم، چې د انځور کيسې د ادبي لحاظ ورته وګورم ډېرې بريالى کيسې دي او په دې ارزي، چې جهاني ادب ته ورګډې شي، که وژباړل شي دا به ډېر ښه کار وي.))
استاد منلى وړاندې وايي، چې ده پخپله د انځور كيسې نه دي ژباړلې خو کله، چې يې په پاريس کې د پښتو درس ورکاوه، د معاصرو ادبياتو د بېلګې په ډول يې د انځور په کيسو له خپلو شاګردانو سره کار کړى دى. منلى صاحب وايي: ((زما په نظر د انځور کيسې د افغانستان د معاصرو ادبياتو او په تېره کيسه ييزو ادبياتو د سر په کتار کې راځي.))
كله، چې د انځور صاحب كيسې لولو، په لومړي سر كې، كوم شي ته چې د كيسې د موضوع او د هغه د بيان له مخه ځير كېږو، هغه تر ډېره بريده د واقعي پېښو رانغښتل دي، ده اكثره هغه څه رااخيستي دي، چې زموږ له عصر او له وخت سره تړاور لري. استاد بريالى باجوړى، چې ډېره موده له انځور صاحب سره نږدې پاتې شوى، وايي، چې پر دې سربېره انځور صاحب پخپلو كيسو كې عمده موضوعات اخيستي دي. (( انځور صاحب پخپلو کيسو كې هغه موضوعات اخيستي، چې زموږ د روان تاريخي بهير عمده موضوعات يې ګڼلى شو. دا داسې موضوعات دي، چې هغه يا زموږ په ټولنه کې تېر شوي، يا تېريږي او يا ورسره مخامخ يو.))
خو ځوانه او نوښتګره كيسه ليكواله لينا شريفي بيا په دې خبره ټينګار لري، چې د انځور صاحب د كيسو موضوعات بېلابېل دي: (( انځور صاحب په خپلو کيسو کې بېلابېل موضوعات رانغاړلي دي، هم د وينو کيسې راته کوي او هم د مينې. خو ځانګړنه يې دا ده، چې د هرې موضوع د انځورولو لپاره ځانګړى نثر کاروي، د هغه د وينو په کيسو کې هغه نثر لولو، چې د کيسې له موضوع سره اړخ لګوي؛ خو د مينې په کيسو کې يې ډېر نازک، مهين او مينه ناک لفظونه ګورو او خوند ترې اخلو.))
خو منلى صاحپ وايي، چې انځور صاحب هغه موضوعات رااخلي، چې موږ ورسره لاس او ګريوان او كومه خاصه تازه ګي نه لري. د منلي صاحب په نظر له فزيكي واقعيتونو څخه د اخيستنې او د هغه بيان ترمنځ د واټن عمليه يو څه ټكنۍ ده: (( هغه څه، چې زه يې په ادبياتو کې ډېر اساسي بولم او ورته مې د مښود نوم ټاکلى دى، يعنې واقعيتونه سړى ګوري او له واقعيتونو نه څه اخلي او هغه د کيسې په شکل د ادب په شکل لوستونکي او ليدونکي ته وړاندې کوي، د دغو دواړو ترمنځ بايد يو څه فاصله موجوده وي، دغه فاصله هغه وخت پيدا کېږي، چې ليکوال وکړى شي، چې هغه واقعيتونه، فزيکي واقعيتونه، داسې سره په خپل لاس کړي، ښوى کړي، چې بل شکل ورته ورکړي، دغه کار تر اوسه په پښتو ادبياتو کې ډېر کم شوى دى او فکر کوم، چې د انځور صاحب په کيسو کې هم ما ته دغه د مښود اړخ لکه د نورو ليکوالو په څېر يو څه کمزورى ښکاري.))
تر ډېره د هر كيسه ليكوال ټوله هڅه دا وي، چې په لومړي قدم كې د لوستونكو د راخپلولو لپاره په كيسه كې د تلوسې برخې ته ډېره توجه وكړي. خو ډېره ځله د همدغې زياتې توجه له كبله زموږ كيسې د يو فكر د لېږد او ښكلا تومنه نه لري، يعنې نه زموږ ځينې كيسې نه فكر روزي او نه ښكلا ته په كې توجه شوې وي. خو ښاغلى انځور زموږ په هغو كيسه ليكوالو كې راځي، چې يوه موضوع داسې په ښكلو لفظونو كې رانغاړي، چې حتى په هره كلمه يې يوه تلوسه نغښتې وي. لينا شريفي، د انځور صاحب د كيسو يوه غوره ځانګړنه سپنس يا تلوسه په ګوته كوي: (( د انځور صاحب د کيسو يوه ځانګړنه زما په نظر دا ده، چې له پيله تر پايه پورې لوستونکي له ځانه سره ساتي، يعنې د ده کيسې له پيله تر پايه د يوې اوچتې تلوسې درلودونکې دي او لوستونکي ځان ته راجلبوي.))
په كيسه ليكنه كې يوه مهمه موضوع كركټر كښنه ده، چې يو زموږ يو شمېر ليكوال ورته ډېره پاملرنه نه كوي. خو زرين انځور، تر ډېره دا هڅه كوي، چې د خپلو كركټرونو پر ښې ظاهري انځورونې سربېره د هغوى رواني او د نني حالات هم په ښه توګه انځور كړي دي او يو كركټر لكه څنګه، چې دى په هماغه بڼه يې انځوروي. انځور صاحب پخپله په دې اړه وايي: (( موږ بايد پر کرکټر ډېر څه تحميل نه کړو، ليکوال بايد ډېر د کرکټر بار دروند نه کړي، په کار ده، چې يو کرکټر داسې را واخيستل شي لکه څنګه، چې دى، كه په همدې ډول يو ليکوال يو کرکټر انځور کړي او لوستونکو ته يې ور ورسولى شو، نو هغه يو بريالى کيسه ليکوال دى.))
باجوړى صاحب وايي، چې د انځور صاحب كيسې د كركټرونو د دنني حالاتو انځوروونكې دي: (( انځور صاحب كوښښ كوي، چې پر ظاهري برخې سربېره د كركټر دروني حالت هم انځور او په کيسه کې يې معرفي کړي، مګر مهمه دا ده، چې يو څوك د کرکټر دننې ته ننوزي، انځور صاحب په خپلو ټولو کرکټرونو کې کوښښ کوي، خصوصا په مرکزي کرکټرونو کې، چې د کرکټر داخل ته ننوزي او د هغه غوښتنې را وسپړي او د لوستونكو مخې ته يې كېږدي. انځور دا كامياب كار كړى دى، دا که د هغه په ژبه وي، كه د هغه د خيال له مخې وي او که د راوي په ژبه وي.))
لاهو، همدا خبره په بله بڼه كوي:(( موږ دوه ډوله حادثې لرو، يوه هغه، چې د باندې کېږي، لکه ترافيکې حادثه، يا د مرګ حادثه او يا نورې پېښې، چې د باندې واقع کېږي. خو يوه بله حادثه، چې ده هغه د انسان په دننه او يا روح کې رامنځته کېږي، مثلاً د يو چا ډېر خوږ دوست مري، دلته دننه د ده په نفسياتو کې کوم ټکر يا کوم اضطراب، چې رامنځته کېږي، د دې بيان او اظهار د يوه ليکوال لپاره ډېر مهم دي، زموږ ګران ليکوال انځور صاحب يو له هغو ليکوالو څخه دى، چې د کرکټرو دروني يا هغه نفسياتي حالات په ډېره سمه توګه انځوروي.))
لاهو، وړاندې دا هم وايي، چې انځور پخپلو كيسو كې د كركټرونو ټولنيز موقف هم له نظره نه غورځوي: (( دى ډېر اوچت قلم لري، كه له يوې خوا د کرکټر دروني حالت په سمه توګه بيانوي نو له بلې خوا د کرکټرونو بېروني حالات يا اجتماعي دريځ په ډېره شفافه بڼه انځوروي.))
لينا شريفي، د انځور صاحب دا هغه هڅه ګڼي، چې په معاصر ادب كې ډېر كم ليكوال ورته توجه كوي: (( انځور صاحب په کرکټر کښنه کې لوى لاس لري، ډېر ځله دى په خپلو کيسو کې د کرکټر دروني حالات انځوروي، چې په معاصر ادب کې ډېر لږ کيسه ليکوال هغه ته پاملرنه کوي.))
د تاريخي پېښو رانغاړل د انځور د كيسو يوه هغه ځانګړنه ده، چې غواړي زموږه ماضي له نن سره كوشېر كړي: (( ما غوښتي دي، چې تاريخ او ماضي نن زمانې ته راولم او هغه راوبلم د خپل فکر د بيان لپاره او يوې وسيلې ته هم. مثلا په هغو کلونو کې، چې افغانستان روسانو اشغال کړى و، ما يو څو داسې تاريخي کيسې ليکلې وې، چې هغه د فرنګيانو د ښېکلاک د دورې کيسې دي. ما غوښتي دي، چې هغه دوره له اوسنۍ سره پرتله کړم او اوسنۍ پېښې له اتيا کلونو مخکې پېښو په جريان کې وکولاى شم بيان کړم.))
انځور صاحب وايي، چې دا د خپل زړه بړاس د تاريخ په هغو شېبو کې ځاى کړي، چې هغه په ماضي پورې اړه لري: (( خو زما ډېرې موخې په کې اوسنۍ وې، د يوه ملت د جنګ، د يوه ملت د زړورتيا او د يوه ملت د غرور. ماغوښتل، چې زه وکولاى شم هغه شېبې د اوسنيو پېښو لپاره له تاريخ نه را پور کړم. زما د تاريخي کيسو په ليکلو کې يوه موخه په لومړنيو مجموعو کې همدا وه، چې له تاريخ څخه د اوسنۍ مسئلې د توضېح او تشرېح لپاره استفاده وکړى شم.))
كه څه هم د يوې موخې او مقصد د سم او پوره افاده كولو لپاره انځور صاحب هڅه كړې، چې ډېر ځله لنډې جملې او پاراګرافونه وكاروي، خو د تاريخي ارزښت له مخې ځينې كيسې لږې اوږدې شوې دي. خو دا چې له اوچتې تلوسې برخمنې دي، دومره اوږدې نه احساسېږي.
دا هم د نوراني په نامه د انځور صاحب يوه ترټولو لنډه بيلګه، چې پورته ځانګړنو ته په كې ډېره توجه شوې ده:
كيسه
نوراني
خپل زوی ته يې سترګې وربرګې کړې:
ـــ نو ته څه تندر وهلی يې؟ دا دومره خلک چې هر څه په اسانه برابرولی شي، ته يې ولې نه شې برابرولی؟
زوی يې په درناوي ورته وويل:
ـــ نور خو يې په شلو ناروا لارو چارو تر سره کوي او ما ته په خدای که داسې خوند راکوي.
پلار يې پرې نور هم ورسور شو:
ـــ نو په تا څه بلا لګېدلې ده، دا دی په کابل کې مو پوره شل شپې پوره شوې او د کار مو څه پته ونه لګېده، زه خو يې وينم چې هره ورځ د ډله ډله خلکو کارونه او کاغذونه خلاصېږي او ته ورته هسې ټيټې سترګې ګورې!
زوی يې بيا ورته وويل:
ـــ اغا ته څه خبر يې چې د هغوی کارونه څنګه خلاصېږي؟
پلار يې بيا پرې ورسور شو:
ـــ هر څنګه چې خلاصېږي، مخسد مې دا دی چې کار خو يې خلاص شي او په خپله مخه ځي او موږ دا دی هره ورځ د دې سپو د دروازې مخې ته ولاړ يو او بيا نو ټيټې سترګې ترې راروان شو.
زوی يې بيا د تسل په توګه ورته وويل:
ـــ خير دی لږه نوره حوصله وکړه، خدای به هر څه په خير کړي . . . .
پلار يې ځواب ورکړ:
ـــ څنګه به يې په خير کړي ؟ پخپله خو هر څه نه سمېږي، له يو چا سره خبره وکړه، هغه د اشرف خان خوريی راته هوښيار شانته ښکاري، د خپل کاکا کارونه يې په دوو ورځو کې خلاص کړل.
زوی يې ترخه شانته خندا وکړه:
ـــ هه . . . د اشرف خان خوريی . . . پوهېږې، چې څنګه يې په دوو ورځوکې خلاص کړل . . . ته څه خبر يې اغا!؟
پلار يې بيا پټکه پرې وکړه:
ـــ وه د سرکوزي زويه! دا تا څه ببولالې شروع کړې دي، خو کار دی چې په يو رقم يې خلاص کړې، نور يې نو ته څه په بلا لګوې، له هماغه پوښتنه وکړه او درځه جګېږه چې بيا به د دروازې مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه وي.
له ځايه پورته شو، پټو يې له ځانه تاو کړ، دی مخکې او زوی يې پسې روان شو.
له دوی نه مخکې لا ډېر خلک رسېدلي وو. خپل کاغذونه يې بيا په لويه دروازه کې مسؤول کس ته وسپارل او په کتار کې ودرېدل. ګڼه ګوڼه نوره هم زياتېدله. په کتارونو کې ولاړ کسان ټول وارخطا ښکارېدل. پلا يې زوی ته ورو شانته وويل:
ـــ وه هلکه، که پيسې درسره کمې وې، چې له حاجي صمده يې وغواړم، هغه څو ځلې راته وويل، خو ما لا څه نه دي تري غوښتي.
زوی يې ورته وويل:
ـــ نه اغا د پيسو خبره نه ده، خدای به خير کړي، وبه شي . . . وبه شي . . . .
پلار يې لکه پېغور چې ورته کوي:
ـــ وبه شي . . . وبه شي . . . چې يو کال هم دلته ولاړ يې، والله که خپله وشي.
درې څلور تنه سره يو ځای راغونډ شوي وو ، يو څوک يې په منځ کې ګرځېده راګرځېده. هغه به په هر نيم ساعت کې يو ځل دننه دفتر ته ننووت او بيا به بېرته له يو پنډ کاغذونو سره راووت. پلار يې د لاس په اشاره هغه پوه کړ، چې کارونه هغه کس کوي، زوی يې بيا هم ډاډ ورکاوه:
ـــ دغه نن به لا صبر وکړو، ګوره که خدای يې په اسانه خلاص کړي.
پلار يې دا ځل هيڅ ځواب ورنه کړ، خو د تندي له ګونځو يې زوی پوه شو چې په ځواب يې ډاډه شوی نه دی.
پلار او زوی يې نن مازيګر هم پرته له کوم ځوابه، بې له کومې پايلې کور ته ستانه شول.
د نن ماښام ډوډۍ يې بيا هم په نه زړه وخوړله، نن يې لکه چې پلار يې بيخي ترې مرور وي، زوی يې بيا خبره پيل کړه:
ـــ لکه چې دا کار هم په روا لاره نه کېږي، که څنګه اغا؟
پلار يې لکه چې هماغسې مرور وي:
ـــ په روا لاره . . . د روا بچی،
زوی يې لکه له ځانه سره چې ګوڼېږي:
ـــ خو اغا په خدای سور کوپر راته ښکاري، زړه مې يې نه مني . . . .
پلا يې دا ځل خپل غږ پرې ورلوړ کړ:
ـــ وه د سور کوپر بچی، خو يو دوه روپۍ ورمخې ته کړه!
زوی يې په تعجب ورته وويل :
ـــ يانې رشوت ورکړم اغا ! ؟
پلار يې دا ځل په کراره ورته وويل :
ـــ خود نو، دا هره ورځ چې د خلکو کارونه خلاصېږي، بې ريشپته خلاصېږي؟
زوی يې خپلې سترګې د شنو چايو په پياله کې ورښخې کړې وې :
ـــ مګر څنګه رشوت ورکړم، دا خو نو چور کوپر دی اغا!
پلار يې دا ځل ځواب ورنه کړ ، زوی يې بيا پوښتنه راواخيسته :
ـــ اغا نو ته وايې، چې رشوت پې ورکړو!
پلار يې پرې بيا غوسه شو:
ـــ وه د سرکوزي بچيه ، دا څه ناپړيتي ولې، خو درته ومې ويل کنه!
زوی يې سر ښکته کړ:
ـــ داسې رشوت چور کوپر دی اغا، خو . . . بس . . . .
خبره يې بشپړه نه کړه، پلار او زوی يې نوره نو خبره سره تاو راتاو نه کړه او ويده شول.
سبا يې زوی له هماغه دلال سره خبره وکړه، پيسې يې ورکړې، ټول کاغذونه يې په څو شېبو کې خلاص شول، کله چې له هغه ځايه راروانېدل، صفي الله کاکا په برېتو کې موسک موسک کېده.
* * *
يوه مياشت وروسته حاجي صفي الله خان په ډېر شان او شوکت له حجه راستون شو، هر څوک چې به ورغاړه وت، ځان به يې خوشاله احساساوه او په ستړي مشي کې به يې ثواب ورته ښکارېده، هر يوه به فکر کاوه، چې هغه څومره (( نوراني )) شوی دی، خو زوی ته يې د هغه د هرکلي په وخت کې د هماغه (( دلال)) څېره مخې مخې ته کېده.
نوامبر، 2006
کابل
د انځور صاحب په كيسو كې ګڼې نورې ځانګړنې هم شته، لكه ښه منظركشي او ښكلې داستاني ارايه، چې د ښاغلي انځور د نورو نويو كيسو په چاپ سره پر هغه وغږېږو.
د انځور صاحب د کره کتنیزو هڅو رابرسیره کول د یو بیل بحث غوښتنه کوي، چې انشالله پر هغه به هم تر خپلې هڅې خواری وکړم.
د لونګو دريڅې