افغان لوبډلې له اېرلنډه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله

افغان لوبډلې له اېرلنډه د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ وګټله


  • 10 مياشتي دمخه (19/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 323

افغان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې اېرلنډ ته په ماتې ورکولو سره یاده لوبلرۍ ۲-۱ وګټله.  

دغه لوبه، چې تېره شپه په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.    

افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۵ منډې وکړې او اېرلنډ ته یې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

اېرلنډ یاد هدف پوره نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۸م اور کې په ۹۸ منډو وسوځېده.       

افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۷۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. 

په توپ اچونه کې بیا عظمت الله عمرزي ۴ او نوین الحق ۳ لوبغاړي وسوځول. 

ابراهیم ځدراڼ د دې لوبې او راشد خان د ټولې لوبلړۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.    

د یادونې ده، چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه اېرلنډ او وروستۍ دواړه افغانستان وګټلې. 

افغانستان تر دې وړاندې له اېرلنډ سره درې نړیوالې یو ورځنۍ او یوه ټېسټ سیالي هم وکړه. 

د یو ورځنیو لوبو لړۍ افغانستان ۲- صفر وګټله؛ خو ټېسټ د اېرلنډ په ګټه پای ته ورسېد.