په ننګرهار کې د یوې ښځې د ځانوژنې په بدل کې بله ښځه د خسرګنۍ له لوري وژل شوې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي ویلي، د کوز کونړ ولسوالۍ امنیتي منسوبینو ته د سیمې خلکو خبر ورکړی و چې د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې یو مېرمن وژل شوې؛ خو د امنیتي ځواکونو د څېړنو وروسته په ډاګه شوه چې یاده مېرمن چا نه ده وژلې بلکې ځانوژنه يې کړې ده.
په ورته مهال د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ نښته کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امينه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي ویلي، چې په دې شخړه کې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، پېښه د ملتان او شاه ولي په نوم کورنيو ترمنځ د ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې ده.
په وروستیو کې د خپل منځي او د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.
تازه د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ وروسته له هغې ځانوژنه کړې، چې پلار یې د ځان لپاره د دې له خوښې پرته په بدل کې ورکړې وه.