‏د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدنې اټکل شوی

‏د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدنې اټکل شوی


  • 10 مياشتي دمخه (19/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 266

د هواپېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد ۱۷ ولایتونه به د واورې ورېدنې او ورښتونو شاهدان وي.

یادې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې سبا (چهارشنبه، وري ۱) د هېواد په شمالي، شمال‌ختيځ، شمال‌لوېديځ، لوېديځ، سوېل لوېديځو، مرکزي او سوېلي ولايتونو کې د واورې ورېدنې، ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوى دى.

هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان او بامیان هغه ولایتونه دي چې د اورښتونو له نوې څپې به برخمن شي.

دغې ادارې د یادو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې د ورښت کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې ورېدنې له ۱۵ او ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.