امریکا د افغانانو لپاره د ځانګرو ویزو شمېر زیاتوي

امریکا د افغانانو لپاره د ځانګرو ویزو شمېر زیاتوي


  • 8 مياشتي دمخه (20/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 287

امریکا د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو شمېر زیاتوي، چې د امریکا له پوځي ماموریت سره یې مرسته کړې ده. 

د راپورونو له مخې، د ولسمشر جوبایډن اداره له استازو جرګې سره په دې اړه یوې هوکړې ته رسېدلې ده.   

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مککال ویلي، چې د نوې موافقې له مخې ۱۲ زره نورو افغانانو ته هم د امریکا ویزې ورکول کېږي.      

 د بایډن ادارې او د سنا ډیموکراتانو د شل زرو ویزو غوښتنه کړې وه. 

د رویټرز د معلوماتو پر اساس، امریکا به په را روانه اګست میاشت کې د کډوالۍ ځانګړو ویزو لرونکو کسانو شمېر تر ۳۸۵۰۰ پورې ورسوي.  

رویټرز ته سرچینو تایید کړې، چې تر اتیازرو پورې افغانانو د امریکا د ویزو غوښتنه کړې.