سوېډن کېمټه: د خپلو افغان کار کوونکو په اړه اندېښمن یوو

سوېډن کېمټه: د خپلو افغان کار کوونکو په اړه اندېښمن یوو


  • 7 مياشتي دمخه (20/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 309

‏د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه وايي، چې د خپلو نږدې اووه زره افغان کارکوونکو راتلونکي ته اندېښمن دي.

یادې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ډېرې دغو کارکوونکو د خپلو کورنیو نفقه ګټله او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.

سوېډن کمېټې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د خپلو ټولو فعالیتونو د بندېدو خبر ورکړ.

یادې کمېټې وويل، چې دغه پرېکړه یې د اوسني حکومت په غوښتنه او د خپلو کار کوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره کړې ده. 

سوېډن کمېټې له تېرو څلورو لسیزو راهسې په افغانستان کې د تعلیم، روغتیا او په نورو برخو کې خدمتونه وړاندې کول.