بهرنیو چارو وزارت وايي، د سرپرست حکومت بهرنۍ تګلاره له ټولې نړۍ سره پر مثبتو اړیکو ولاړه ده.
د یاد وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل د افغانستان لپاره د چین له سفیر سره په کتنه کې ویلي، دوی نه غواړي چې له هیڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې شي.
د هغه په خبره، د افغانستان د اقتصاد محوره پالیسي پر اساس، دوی د سیمهییز نښلون لپاره له ټولې سیمې سره ښې اړیکې غواړي او د دوی ګټې دا ایجابوي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره مثبتې اړیکې جوړې شي.
نوموړي د چین او افغانستان اړیکې مهمې بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی د دغو اړیکو لا پراختیا غواړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت مرستیال د چین سفیر ته پر افغان خاوره د پاکستان د تېري په اړه هم معلومات وړاندې کړي؛ خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.