بلوچ ازادي غوښتونکې ډلې ادعا کړې، چې د بلوچستان په ګوادر سیمه کې یې ۲۵ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
یادې ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه افسران، ۶ تنه د استخباراتو، ۸ تنه د ای ایس ای او ۱۴ نور پاکستاني پوځیان شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې یاد برید د ګوادر بندر په اداري کمپلکس شوی، چې یوه مهمه غونډه په کې روانه وه.
په یاد کمپلکس کې ګڼ شمېر مهم دولتي دفترونه هم شته، چې وخت ناوخت په کې مهمې امنیتي او نورې ناستې کېږي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، برید څو ساعته دوام کړی، چې له کبله یې د دوی اته تنه هم وژل شوي دي.
بل لورته د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګتي لیکلي، چې یاد برید د اته بلوچ بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی؛ خو خپل لوري ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.