غزه کې د اوربند هڅې؛ د اسرائیلو د استخباراتو رییس قطر ته ځي

غزه کې د اوربند هڅې؛ د اسرائیلو د استخباراتو رییس قطر ته ځي


  • 9 مياشتي دمخه (22/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 260

ټاکل شوې چې د اسرائیلو د استخباراتو رییس ډیویډ بارانه به نن د جمعې په ورځ قطر ته لاړ شي.

د بنیامین نتنیاهو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به په قطر کې د اوربند په اړه د منځګړو هېوادونو له استازو سره وویني.

په پام کې ده چې نوموړی به دوحه کې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني، د امریکا د استخباراتو له ريیس ویلیم برنز او د مصر د استخباراتي ادارې له مشر عباس کامل سره ویني.

د دې کتنې هدف په غزه کې د اوربند په اړه خبرې بلل شوي دي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي چې د  غزې جګړې دواړه لوري یوې هوکړې ته نږدي شوې دي.

که څه هم له اوږده مودې راهیسې په غزه کې د اوربند لپاره هڅې روانې دي؛ خو اسرائیل وايي چې د حماس ډلې له منځه وړلو پورې جګړه نه بس کوي.

د غزې جګړې چې نږدې پنځو میاشتو ته ورسېده؛ پکې تر ۳۱ زرو زیات کسان وژل شوي، چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.