هر کله چې انسان د ډار یا هم د کړاوونو او ستونزو سره لاس او ګریوان شي نو دغو څیزونو ته یو ډول ځاني او ذهني غبرګون ښکاره کوي چې رواني فشار یا رواني بوج ورته وایو. په نورمال حالت کې انسان پر دغو ستونځو برلاسې وي او ځان کې د دې وړتیا ویني چې دا ټول څیزونه مدیریت او تر کنترول لاندی وساتي. دا رواني فشار د انسان د ژوندي پاتی کیدلو لپاره تر یوې کچې پورې نورمال، اړین او لازمي عمل دی چې په ترڅ کې یې انسان لا تکړه کیږي او پر خپل ځان یې باور ډیریږي چې بیا په ورځني ژوند کې لا ښه پرمختګ وکړي او د کور، کار او ټولنیز ژوند د غوښتنو او چیلنجونو سره ځان ښه او سم اعیار کړي. خو کله بیا دا کړاوونه،ستونزې،چیلنجونه او غوښتنې دومره ډیرې یا سختې شي چې انسان په ځان کې د دې وړتیا او توان نه ویني چې دا حالت کنترول، مدیریت او ورسره مقابله وکړي نو ورته رواني فشار یا بوج د ناروغتیا په بڼه را منځ ته شي. که ستونزې ډیرې یا پیچلې وي، که د چا د وړتیا او توان کچه ټیټه وي او یا دا رواني فشارونه پرلپسې او دوامداره وي نو د ډیر سخت او دروند رواني فشار لامل کیږي چې بیا دا په خپل وار د انسان مزاج، احساسات او ټولې اړیکې اغیزمنوي او هم د نورو رواني ستونزو لپاره لاره هواره وي.