سرپرست حکومت له خصوصي سکټور سره د ۴ میلیارده افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

سرپرست حکومت له خصوصي سکټور سره د ۴ میلیارده افغانیو تړونونه لاسلیک کړل


  • 8 مياشتي دمخه (24/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 374

د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.  

د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغو تړونونو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، هرات کې د دوه سب سټېشنونو جوړېدل او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټې سنګي ساحه کې د سوداګریز مارکېټ او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول شامل دي.  

خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې په دغو تړونونو سره به د ملي عوایدو کچه لوړه او په خوا کې به یې سلګونه کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابر شي. 

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې او اړوندو ادارو په هلو ځلو سره عملي بڼه پیدا کړې ده.