پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ اسحاق ډار:  استخباراتي معلومات وو

پر خوست او پکتیکا د پاکستان بریدونه؛ اسحاق ډار: استخباراتي معلومات وو


  • 6 مياشتي دمخه (24/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 354

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، پر خوست او پکتیکا د پاکستاني پوځ عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وو. 

هغه تېره ورځ لندن کې یوې رسنۍ ته ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د افغانستان خلک، حکومت او پوځیان نه دي په نښه شوي.

نږموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته چمتو دی. 

دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې، چې اسلام اباد چمتو دی چې له کابل سره د ګډو استخباراتي معلوماتو په مرسته د کرښې دواړو غاړو ته له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یادې څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي وو. 

که څه هم یاد حکومت ویلي وو، چې په دې برید کې یې د عبدالله شاه په نوم د ټي ټي پي ډلې مهم قومندان وژلی؛ خو هغه تر برید وروسته په خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې جنوبي وزیرستان کې دی او د پاکستان د پوځ خلاف جګړې ته دوام ورکوي.

سرپرست حکومت د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پوځي مرکزونه په نښه کړل.