په کابل ښار کې تېره شپه دوه وسله وال انسان تښتوونکي وژل شوي او یو بل په تېښته بریالی شوی دی.
د کابل د امنیه قومتندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، دغه انسان تښتوونکي د ښار اتلسمې حوزې په اړوند سیمه کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي.
هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو انسان تښتوونکو د ګزمې پر پولیسو ډزې کړې، چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه تنه وژل شوي او د یوه بل د نیولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې جنایي پېښې زیاتې شوې دي.
د کابل ښار اوسېدونکي پر روان وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې خپل اقدامات لا زیات او د خلکو امنیت خوندي کړي.