په ننګرهار کې د غلو هغه ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې، چې د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په ګټه اخیستنې به یې غلاوې کولې.
د یاد ولایت د امنیه قومانداني ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي، چې یاده ډله تېره شپه د سره رود ولسوالۍ په چهار باغ صفا سيمه کې نیول شوې.
هغه زیاته کړې، دغه غله په داسې حال کې ونیول شول چې په یاده سیمه يو کور ته د غلا په موخه ننوتلي وو.
د نوموړي په خبره، دوی په ښار او ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو له نوم څخه په ګټې اخیستنې د خلکو کورونو ته د نشه يي او چاودېدونکو توکو د پلټنې په بهانه ننوتل، چې د کور خلک به يې وتړل او ترې نغدې پیسې او قيمتي توکي به يې غلا کړل.
زابلی وایي، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی، چې د نورو څېړنو لپاره به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وسله والو غلاوو د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.
هېوادوال له امنیتي ادارو غواړي، چې د امنیت د ټنګښت په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.