روسیه له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کوي

روسیه له افغانستان سره یو میلیون ډالره مرسته کوي


  • 5 مياشتي دمخه (26/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 258

روسیې له افغانستان سره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې. 

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په دې مرستې به د ۱۵۰ زره کسانو چې ۲۱ زره کورنۍ کېږي، لاسنیوی وشي.   

یاد سازمان په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې افغانستا دا مهال بېړنيو بشري مرستو ته اړ دی. 

دغه زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله اړ شول، چې تېر کال په لس میلیونه کسانو یا مرستې بندې کړي او یا یې هم کمې کړي.   

 د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د خپلو مرستو د دوام په موخه په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په بېړني ډول ۶۵۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. 

روسیې په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د خوړو نړیوال پروګرام له لارې څلور میلیونه ډالره مرسته کړې ده.