روسیه: داعش په هغو هېوادونو کې برید کوي، چې د امریکا خلاف وي

روسیه: داعش په هغو هېوادونو کې برید کوي، چې د امریکا خلاف وي


  • 1 مياشت دمخه (26/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 103

روسیه وایي، دا عش ترهګره ډله  په هغو هېوادونو کې بریدونه کوي، چې د امریکا متحده ایالاتو خلاف وي.   

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دا عش د افغانستان، سوریې، ایران او روسیې په شمول تر ډېره هغه هېوادونه هدف ګرځولي، چې د امریکا متحده ایالاتو خلاف دي. 

نوموړې په خپله مرکه کې زیاته کړې، چې د مسکو برید تر هغې مخکې افغانستان، ایران او سوریه کې د دا عش بریدونه د همدې ادعا ښکاره ثبوت دی. 

د تېرې یکشنبې په شپه مسکو ته څېرمه د کروکوس ښار د موسیقۍ پر یوه کنسرټ وسله وال برید وشو، چې مسوولیت یې داعش ومانه.  

د روسي رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۱۳۹ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان دي.