د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر وایي، سږ کال یې حاجیانو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
نور محمد ثاقب ویلي، چې سږکال ۳۰ زره افغانانو ته د حج فریضې ادا کولو سهمیه ورکړل شوې.
نوموړي د حج د سهمیې او لګښت په تړاو جوړې شوې خبرې غونډه کې ویلي، سږ کال د هر حاجي د حج د فریضې ادا کولو ټول لګښت درې زره او ۸۶۵ امریکايي ډالر ټاکل شوی خو اهل تشیع حاجیان به د دغه لګښت سربېره ۵۰ امریکايي ډالر اضافه ادا کوي.
هغه زیاته کړې، چې دوه کورني هوايي شرکتونه د حاجیانو د لېږد را لېږد مسوولیت لري.