د نورستان - کونړ سړک د رغونې چارې پیلېږي

د نورستان - کونړ سړک د رغونې چارې پیلېږي


  • 9 مياشتي دمخه (26/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 364

ټاکل شوې ده، چې د کونړ ـ نورستان سړک په اساسي ډول ورغول شي. 

حکومتي چارواکي وایي، دغه سړک، چې ۱۱۵ کیلومتره اوږدوالی لري، د رغولو لپاره یې بودیجه منظور شوې.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه بودیجه به څومره وي او کله به د یاد سړک د رغونې چارې پيل شي.  

د دې سړک په جوړېدو سره به درې ولایتونه نورستان له کونړ، ننګرهار او لغمان سره ونښلول شي.  

یاد سړک په ژمي کې د واورو او اورښتونو له امله په ورځو - ورځو د ترافیکو پر مخ تړلې وي، چې خلک له ستونزو سره مخ کوي. 

د دغې لارې خرابوالي نورستان ته د سېلانیانو د ورتګ بهیر یې هم ټکنی کړی دی.