منځني ادبي پېر ته يوه لنډه كتنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شهسوار سنګروال نيازى
  • 1693

د پښتو ادب

د پښتو ادبياتو منځنى ادبي پېر د څومره والي او څرنګوالي له مخې له لرغوني ادبي پېر سره جوت توپير لري. توپير په دې مانا چې لومړۍ ادبي دوره له دويمې ادبي دورې سره پردۍ او ناپيلې ده بلكې د بڼې او منځپانګې له مخې كلاسيكه ادبي دوره د لرغونې ادبي دورې په پرتله بشپړه او ټاكلى ځاى لري.

ويل كېږي منځنۍ ادبي دوره له لسمې لېږديزې پېړۍ څخه چې سرلارى يې پيرروښان بلل كېږي ، پيل كېږي. كه چېرې د دې پېړۍ هر اړخيزو( سياسي،اجتماعي او كلتوري) پيښو ته بشپړه كتنه وكړو په ډاګه به شي چې بايد د تېرې ادبي دورې ځاى دا ډول يوې نوې ادبي دورې ته پرېښودل شي ځكه چې زړى يې د تېرې ادبي دورې په زړه كښې راټوكېدلى و. په دې ادبي پېر كښي په لوى افغانستان او پخواني هندوستان كښي د پښتنو ملي خوځښت،مذهبي او پښتنې غورځنګونه يو د بل پسې د ځنې سياسي ناخوالو له كبله راوټوكېدل،وده يې وكړه او پرمختګ. ځنې ليكوالو ، شاعرانو، مذهبي او سياسي شخصيتونو خپلو ليكنو او ويناوو ته پراختيا او پرمختيا وركړه او منظم اثار يې وكښل.

د منځني ادبي پېر لومړى پړاو د لسمې هجري پېړۍ له دويمې نيمايي څخه وروسته چې د پير روښان له هاند او هڅو نه پيل كېږي يو په زړه پورې پښتو اثر د پير روښان هغه ليكنه ده چې د خيرالبيان په نوم يادېږي. د بايزيد انصاري په دې هڅه كښې د پښتو ژبې هغه ليكدود هم راځي چې د ادب تاريخ يې كله هم نشي هېرولى. پوهاند حبيبي د پښتو ادبياتو په تاريخ كښې كاږي:" پير روښان په پښتو كښې د فني نثر علم پورته كړ او دغه مخصوص مكتب يې په پښتو ادب كښې بېرته كړ چې د پخواني پښتو نثر سره ډېر تفاوت لري او د خيرالبيان د ليك ډول هغه نه دى چې پخوا سليمان ماكو خپله تذكره پرې ليكلې وه."

بېلابېل څېړونكي په دې ټينګار كوي چې پيرروښان د وخت يو شاعر او ليكوال ګڼل كېږي خو له بده مرغه چې تر اوسه يې د شعرونو بشپړې بېلګې په ورك كښې نشته خو يوه منظومه رساله تر لاسه شوې چې د اخون دروېزه دا خبره رښتيا كوي"روښان په پښتو اشعار ويل نو ما هم د هغه په رد كښې په پښنو اشعار ويلو شورو وكړه او د هغه نه پكښې مخكښې شوم او قدم مې ورڅخه وړاندې كېښود."

كله چې پير روښان د مغل چارواكو له خوا زندان ته ټيل وهل شو نو د كابل په زندان كې ځنې شعرونه ويلي دي او د شعر ويلو تر څنګ يې پښتو ساز او اواز ته هم پاملرنه كړې او يو نوى پښتو راګ يې هم رامنځته كړى دى.دا چې له موسيقي سره يې مينه درلوده نو د ده سيالانو په ده تور لګاوه چې ګنې ميا روښان "پير روښان" نه بلكې "پير تاريك" دى ، دا ځكه چې نوموړى "سرود او سماع" ته ښه وايي. ځنې څېړونكو دا خبره سپينه كړې ده چې د سيد علي ترمذي "پيربابا" يو مريد اخوند دروېزه د ده په لمسونه د بايزيد انصاري سره دښمني كوله چې په پښتنو كښې د ده تر څنګه بل پير ځاى ونه لري نو ځكه يې پير تاريك ګاڼه.

د خيرالبيان منځپانګې نه څرګندېږي چې مذهبي اغېزه پكښې زياته ده او هم د ده له مذهبي تعليماتو څخه جوته ده چې نوموړى يو ديني عالم او مفكر انسان و. د اته ګونو مذهبي طريقو څرګندونه او د وحده الوجود دمفكورې د خپرولو لپاره د ده هڅې او هلې ځلې دا په ډاګه كوي چې دى يو ښه مسلمان او رسېدلى انسان و خو د دې سره سره نوموړى د مغلواكۍ خلاف و او نه يې غوښتل چې دوى په پښتنو باندې دا ډول غيرې انساني او غيرې اسلامي نادودې وكړي. اخوند دروېزه د مغلو خلاف د بايزيد دريځ ته داسې كتنه كړې ده: " روښان به د خپلو ملګرو سره د مغلو پادشاهي اخيستلو تجويزونه كول." همدا خبره ده چې ځنې څېړونكي بايزيد انصاري نه يواځې مذهبي مشر ګڼي بلكې د يوه سياسي شخصيت په سترګه يې هم ورته كتلي دي.

بايزيد انصاري كه له يوې خوا نه دخپلې لارې او طريقې د خپلولو له پاره هڅې كولې خو له بلې خوا يې خپل پيروان او استازي بېلابېلو اسلامي ملكونو او حكومتونو ته ولېږل چې د ده ليكونه به هم ورسره وو. خليفه دولت يې  په داسې حال كې چې صراط التوحيد نومى اثر هم ورسره و د جلال لالدين اكبر دربار ته چې د هند واكمن و واستوه. خليفه يوسف يې يو بل اسلامي ملك بدخشان ته واستوه چې مشر يې مرزا سليمان و او د ده فخرلطالبين نومې رساله هم ورسره وه. او همدا راز خليفه ارزاني، خليفه مودودي او شېخ بايزيد يو د بل پسې هندوستان، كندهار، وركزو  او تيرا ته واستول شول چې د ده د عقايدو سره سم خلكو ته د سمې لارې تبليغ وكړي.

پير روښان يو عابد،پرهېز ګاره انسان، د ښو اخلاقو خاوند چې تل به يې دوستانو او پيروانو ته رښتيا ويل. نوموړى دومره يو رښتينى انسان و چې پيروانو به په ده سر ورگكاوه. كله چې دى تيرا ته لاړ په ډې لږ وخت كې يې ډېر پلويان او مريدان پيدا كړل او ملك حبيب چې وليد د ځان له وېرې يي د پېښور مغلي حاكم جانس خان ته د ده له لاسه شكايت وكړ او دى يې د ګورګاني حكومت خلاف وګاڼه. د پېښور مغلي حاكم څو تنه د پير روښان ليدلو ته واستول چې د هغه احوال ځانته څرګند كړي. كله چې پلاوى بېرته راستون شو بايزيد انصاري يې يو عابد او پرهېزګاره انسان وګاڼه. خو سره د دې هم ورته د هغه د زياتېدونكي شهرت له كبله وېره پيدا وه او له همدې بابته كابل ته واستول شو، ځنې وايي چې نوموړى نظر بند و او ويل كېږي چې نوموړي د ميرزا حكيم استازي قاضي خان ته د خپلې فلسفې لورى څرګند كړ او هغه يې په دې قانع كړ چې د كابل حاكم ته د ده ستاينه وكړي او ځنې وايي چې نه بايزيد ځنې درباريانو ته د رشوت وركولو د لارې ځان ازاد كړ خو ډېر څېړونكي په لومړي نظر ټينګار كوي ځكه چې ويل كېږي ميرزا حكيم له پير روښان څخه غوښتنه وكړه چې پښتانه ستا په درناوي او عزت نه پوهېږي بايد ده سره پاتې شي خو ده وويل زه په دوى كې پيدا شوى او ستر شوى يم، دوى په ما حق لري چې سمه لار وروښيم نو بېرته پېښور ته راستون شو او  هشنغر ته لاړ.

په دغه وخت كې د يو كاروان د لوټېدو په پلمه د هند مغلي واكمن له خوا د دې سيمې په خلكو ناوړه تېرى وشو، واړه او زاړه، ښځه او نر يې بنديان كړل. پير روښان مېرزا حكيم ته وليكل چې بنديان شوي كسان بې ګناه دي. نوموړي حاكم د درباريانو په لمسه د پېښور صوبه دار معصوم خان ته امر وكړ چې پير روښان ونيسي. په دغه وخت كښې د مغلي پوځ او د پير روښان د پلويانو او پيروانو تر منځ سخته نښته وشوه او د برياليتوب نه وروسته پير روښان تيرا ته لاړ چې دا ځاى د ده د فعاليتونو مركز ګڼل كېده. ځنې په دې عقيده دي چې د "اغازپور" د جګړې نه وروسته نوموړى دوه كاله نور هم ژوندى و خو ځنې څېړونكي وايي پير د تور راغه په جګړه كښې ټپي او بيا مړ شو.

د بايزيد انصاري د زېږېدنې او مړينې په هكله څېړنې توپير لري. يو شمېر څېړونكي د ده زېږېدنه(925 يا926 هق) ګڼي(قلندر مومند) ځنې يې بيا 931هجري،932هجري(استاد حبيبي)، 1525ع (د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ، سنګروال) او استاد خادم څرګنده كړې ده چې نوموړى د 73 كلو په عمر(1585ع) د تور راغه په جنګ كې ټپي او مړ شو چې په دې حساب يې د زوكړې كال 1512ع تخمينيدلاى شي.

لنډه دا چې بايزيد سراج الدين روښان د خپلواكۍ غوښتنې غورځنګ يو تاريخي شخصيت، يو ملي ليډر او لارښود، د افغانانو د ملي يووالي او او د يوه افغاني مركز پالونكى، مهدي نه يو هادي لارښونكى، ملحد نه د يوه انساني الهام مبصر، د يوه ادبي مكتب سرلارى، د پښتنو د ننګ، پت او عزت وياړلى اوپياوړى اتل، د عصر او زمان ترجمان، د پښتون ټبر د اسمان ځلېدونكى ستورى، د جګړې د ډګر غښتلى اتل، د ملي شعور خاوند، د وخت اديب او ليكوال، ملي مجاهد پير روښان، ننګيالى هېواد پال او فرهنګ پال دى چې د خير البيان په ګډون نور اثار او كتابونه يې دا دي: صراط التوحيد،مقصودالمومنين، فخرالطالبين، د رسم الخط رساله، حالنامه،يو نوم وركى تاليف، مكتوبات، د روښان شعرونه او سرودونه، قرحت المجتبى او نور.

د بايزيد انصاري د مړينې وروسته د ده پلويانو، پيروانو او اولادې د ده د لارې بله ډيوه روښانه ساتلې او پاللې وه. د نوموړي مشر ځوى شېخ عمر نومېده چې د پلار د مړيني وروسته د روښانيانو خلافت ده ته وسپارل شو (985-999هجري) او د نورو نومونه يې دا دي:خير الدين،نورالدين، كمال الدين،جلال الدين( د بي بي شمسو اولادونه) او دولت( له بلې مېرمنې څخه).

د پير روښان په حالنامه كښې راغلي دي چې د ده كورنۍ څلور پښته د پښتنو په قبيلو حكومت كړى دى او د اويا كلو په شاوخوا كې د مغلي واكمنو په خلاف جنګېدلي دي خو له بده مرغه د خپلمنځي اختلاف له كبله د ده كورنۍ په دوه ډلو ووېشله شوه. يو شمېر له " احداد" سره په تيرا كې پاتې شول ( د روه په غرونو كې) چې تر پايه د مغلي واكمنو سره و جنګېدل او بله ډله د " الهداد" په مشرتابه هند ته لاړل او د جهانګير په دربار كې منصبونه تر لاسه كړل او د دربار په پلوي يې ډېرې جګړې وكړې.

د بايزيد له اولادې او كورنۍ وروسته د ده پلويانو او مقتديانو هم د ده لاره څارلې او پاللې ده. د ده په خلفاوو او پيروانو كې چې كوم عالمان، ليكوال او شاعران تېر شوي دي د هغو په سر كې د "ارزاني" نوم لومړنى دى چې د روښان د ادب استازى يې ګڼلاى شو. د دې لړۍ نور عالمان په دې توګه دي: ملا عمر،علي محمد، مېرزا خان انصاري،دولت لواڼى،علي محمد مخلص،واصل روښاني، كريمداد، قادر داد روښاني،اوركزى ، شېخ ادم روښاني، ميرخان روښاني او نور چې د پير روښان تصوف ، ادب او فلسفې ته يې پراختيا او پرمختيا بخښلې ده.

همداراز د پير روښان په مخالفينو كې هم ځني داسې كسان شته چې پښنو ادب ته يې ځنې ليكنې په ميراث پريښي دي چې په دغه لړ كې مونږ اخوند دروېزه يادولاى شو. اخوند دروېزه د اخوند ګداى زوى، دسعدي لمسى، د داغان كړوسى، د احمد كوسى، د متي كودى او د جېوڼ پردى دى. جېوڼ په لغمان كې استوګن و خو داغان ننګرهار ته كډه شو او په پاپين كې اوسېده. د اخوند دروېزه نيكه سعدي له ننګرهار نه د سوات او بونېر سيمو ته د يو شمېر يوسفزو سره كډه شو. ښايي هغه وخت چې د ګګياڼو او يوسفزو تر منځ دښمني پيدا شوه، مېرزا الغ بېګ له دې نه ګټه پورته كړه، د يوسفزو ګڼ شمېر كسان يې پرته له ملك احمد نه ووژل نو ځكه بيا د كندهار، غزني او زابل شاوخوا سيمو نه د هېواد ختيځو سيمو ته كډه شول او د اخوند دروېزه نيكونه هم د يوې روحاني كورنۍ په توګه له دوى سره مله وو. له همدې كبله ده چې اخوند دروېزه د يوسفزو د ټبر په هكله ډېر معلومات خپاره كړي دي. ښايسته موده وروسته اخوند ګدا د بونېر په " چغزو" نومي ځاى كې دېره شو، په دغه مهال كې د شېخ ملي د وېش له مخې(830هجري) ډېر يوسفزي په دغه سيمه كې ځاى په ځاى شوي وو.

اخوند دروېزه په 940 لېږديز سپوږميز كال زېږېدلى او ديني زده كړې يې له ملا منزر،ملامصر احمد او ملا زنګي څخه بشپړې گكړې وې او د لوړو زده كړو لپاره بيا هندوستان ته لاړ او كله چې بېرته راغى د سيد علي ترمذي(پير بابا) مريد شو او د ده د روحاني شخصيت لپاره يې د پير روښان په خلاف په پروپاګنډه او تبليغ لاس پورې كړ او بيا يې له همدې كبله خپل مشهور كتاب مخزن الاسلام  د هغوى په مقابله كښې وليكه او نور اثار يې دا دي : ارشادالطالبين او ارشادالمريدين ، تذكره الابرار ولاشرار چې په فارسي ژبه كښل شوى دى خو ډير مشهور كتاب يې همغه مخزن الاسلام دى  چې دغه لاندې اثار، ژباړنې، ليكنې او رسالې په كښې تر سترګو كېږي :

د قصيده امالى پښتو ژباړه چې په دغو بيتونو  پيل كيږي:

              په نامه د حق اغاز كړم    _   اوس له دې علمه كلامه

             دى رحمان ، رحيم څښتن  _   په ده چار مې شي تمامه

د قصيده برده پښتو ژباړه چې په دې بيتونو شروع كيږي :

             په نامه د حق به وايم چې د حق له بركته

             په قيامت مې بخره وشي د رسول له شفاعته

همدا راز نورې ژباړل شوې رسالې  در بيان عقايد نسفيه ، خلاصه كيداني  او د لسو فرقو د عقايدو بيان، د تجويد رساله، د دروېزه الفنامه او نور يادولى شو چې ګټور وو.

د اخوند دروېزه زوي كريمداد هم د مخزن ليكنې سره راټولې كړي دي او خپله الفنامه او د خپل اكا ملا اصغر پاړكى هم له مخزن سره يو ځاى كړى دى. مصطفى محمد د دروېزه كړوسى هم مخزن د دويم ځل لپاره راټول كړى او بيا يې د خپلو مطالبو سربېره د ملا اصغر، كجكود حليم او عبدالستار ملحقات هم ورسره يو ځاى كړي دي.

مخزن د خيرالبيان په سبك ليكل شوى دى او نثر يې مسجع دى او ځنې برخې يې د بحرونو په حساب نظم ته ورته دي. كه څه هم نوموړى د پير روښان له سترو مخالفينو څخه دى خو ځنې ليكنې يې كټ مټ د پير روښان سبك ته پاتې كېږي، الفنامه او ليكدود يې د بېلګې په توګه يادولى شو.

مونږ مخكې د دوي د اختلاف خبره وكړه جې پير بابا او اخوند دروېزه له پير روښان سره په بېلابېلو برخو كې درلوده. ځنې تاريخ پوهان د دې علت مذهبي او سياسي ګڼي ځكه چې پير روښان د پښتنو يو ملي خپلواك حكومت غوښته او پير روښان د پښتنو د تاريخ په باب چې په هندوستان يې كلونه كلونه واكمنۍ چلولې وه هم معلومات درلودل نو ځكه يې د مغلو تېرى او واكمني نه شوه ځغملى نو ښكاره ده چې د مغلو خلاف سړى و. او هغه وخت چې د پير روښان بلنليك پير بابا ته ورسېد نو پير بابا ( سيد علي ترمذي) دى د پښتنو لپاره بلا وګاڼه او د اسلام د پادشاه ارمان يې وكړ. ولې دغه اختلاف هغه وخت په لمبو شو چې بايزيد انصاري هشنغر ته راغى، د پير بابا او پير روښان تر منځ د عقيدې او مسلك اختلاف وزېږېد او مناظرې بې نتيجې پاى ته ورسېدې.

دا اختلاف د دوى له ژوند نه وروسته د دوى د اولادې،پلويانو او پيروانو ترمنځ هم روان و او لكه څنګه چې د پير روښان اولادې او پلويانو د ده د مسلك پالنه وكړه همدغسې د پير بابا د مريد اخوند دروېزه كورنۍ هم د ده د عقيدې پلوى وكړ چې مونږ يې لنډ جاج اخلو:

كله چې اخوند دروېزه د 109 كلو په عمر مړ شو پښتو ادب د ده په كورنۍ كې د ده اولادې، پيروانو او پلويانو وپا له او د ده لاره يې تعقيب كړه. لومړى د ده ورور ملا اصغر و چې يوه منظومه يې كښلې ده او بل د ده زوى كريمداد و چې د پلار په څېر عالم او فاضل شخص و. د اخلاقي او تصوفي شعرونو سربېره غنائي شعرونه هم لري. د ده په پښنو اثارو كې الفنامه خورا ډېر شهرت لري. له افغانستان نه واخله تر هنده پورې ډېرې ليكنې پرې كښل شوي دي، د حاجي بهادر كوهاټي مفتاح الدقايق او د عبدالله قصوري خشكي شرح كلمات وافيات د بېلګې په توګه يادولاى شو. دده په ځنې ليكنو كې د وحده الشهود او وحده الوجود فلسفې او عرفاني نظريات د پام وړ دي خو وحده الوجود ته يې تمايل ډېر تر سترګو كېږي. مفتي غلام سرور لاهوري په خزينه الاصفيا كې او رحمان علي په تذكره العلما هند كې د ده ذكر كوي او وايي چې په 1082هجري كې وفات شوى دى، د كلام بېلګه يې دا ده :

        هرطالب چې دشها دخال هوس كا  _  كميني دې كا اختيار ځان دې خس كا

        بې هوده   نظر  دي   پرېږدي       _  همېشه دې پاسباني د خپل    نفس كا

له كريمداد څخه وروسته نورو هم د دې لارې پالنه كړې ده چې د اخوند دروېزه بل زوى عبدالخاق هم د پښتو ناظمانو په ډله كې يادولاى شو او يو كتاب يې ( شرايط و احكام ايمان) په پښتو نظم كړى دى. د دې لړۍ د نورو نومونه دا دي: محمد حليم د عبدالله زوى او د اخوند دروېزه لمسى، مصطفى محمد د نور محمد زوى او د كريمداد لمسى او د اخوند دروېزه كړوسى، عبدالسلام د پاينده محمد زوى او د اخوند دروېزه لمسى، رحيمداد د مصطفى زوى د نور محمد لمسى د كريمداد كړوسى او د اخوند دروېزه كودى دى. د اخوند دروېزه د كورنۍ د غړو نه پرته د ده پلويانو هم د اخوند دروېزه سبك پاللى دى لكه مير خان، عمر خان شلماني، اخوند احمد ( چې نبوي شمايلنامه يې د اخوند دروېزه د شمايلنامې پر بنسټ نظم كړې ده)، بابو جان لغماني( د ده په كلياتو كې اخلاقي او مذهبي رنګ ډېر ليدل كېږي)، مير حسين هروي( چې په نافع المسلمين كې خلاصه الاسلام پښتو ژباړه، نور نامه اونور په پښتو ژبه بيان كړي دي)، شېخ محمد سعيد( چې شفاعت نامه يې له پاړسي نه پښتو ته اړولې ده)، ادم علي خان،عبدالغني كاسي( د ملتان اوسېدونكى)، اخوند موسى صاحب(د بټي كوت اوسېدونكى پښتو رساله)، اخوند قاسم پاپين خېل شينوارى( چې فوايد الشريعت يې په1125ق بشپړ كړى دى)، نور محمد غلجى( د ده نافع المسلمين هم د مخزن په سبك نظم شوى دى) او نور دي.

د پير روښان له مخالفينو او د اخوند دروېزه له پلويانو څخه يو بل مشهور تن اخوند پنجو دى چې اصل نوم يې عبدالوهاب دى خو پنجو ځكه ورته وايي چې سرمست روښاني به د ملنډو لپاره څرګندوله چې عبدالوهاب د اسلام له " پنج بنا" نه پرته په نور څه نه پوهېږي. ولې اخوند دروېزه په تذكره الابرار والاشرار كې د ملا عبدالوهاب (مانكراوي) په نوم د هغه ستاينه كړې ده. تحفه الولياْ كې يادونه شوې ده كله چې اخوند له دې نامه نه خبر شو دا نوم ( اخوند پنجو) يې د ځان لپاره وياړ وګاڼه.

اخوند دروېزه او اخوند پنجو دواړه د "چشتيه" طريقې ته جذب شوي وو او جلال الدين اكبر چشتيه حضرتانو ته اعتقاد ځكه ډېر و چې خداى د سليم چشتيه په دوعا ورته زوى وركړ چې نوم يې هم پرې سليم كېښود او بيا په جهانګير مشهور شو. د اكبر په زمانه كې په تيرا كې"جلاله بن بايزيد روښان" د مغلي اكبر په خلاف بيرغ پورته كړ او اخوند پنجو دا ډول كسان " باغيان" بلل. وايي كله چې اكبر باچا د يوسفزو په خلاف د نوښار حصار جوړ كړ او يوه ورځ ښكار ته لاړ نو بيا له خپلو ملګرو سره "اكبر پورې" ته لاړ او له اخوند پنجو سره يې وليدل.

عبدالحليم اثر ليكي:" اخوند پنجو د ګورګاني واكمنانو سره د دې دپاره دوستانه تعلقات ساتل چې د پادشاهانو او اميرانو په مرسته روښانيان … ورك او نابود كړي."

له دې يادونې څخه څرګندېږي چې اخوند پنجو او اخوند دروېزه د ګورګانيانو پلويان وو او دا لړۍ تر خوشال خانه پورې هم اوږدېږي نو ځكه ميا نور د اخوند صاحب پلوى د خوشال خان خلاف ودرېد.

خوشالخان په يوه شعر كې ويلي:

دروېزه د دروېزې اوګره خوړلې

په دا مكر يې حلوا سره لړلې

په مذهب كې خټك درست سني مذهب دى

اما پير ورته له جهله لكه رب دى

كه په دا سبب كافر وي ګوندې وينه

كنه واړه په مذهب كې سني دينه

(پاتې په بله ګڼه كي)