د لبنان په جنوب کې د اسرائیل په هوايي حملو کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
د اسوشټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، تېره ورځ اسرائیلو د اسلامي ډلې په نوم د لبنان یو سني سیاسي او ملېشه سازمان پر ډلې هوايي حملې کړې، چې لږ تر لږه ۱۶ کسان یې وژلي دي.
په یاد برید کې د امل غورځنګ په نوم د یوې بلې ډلې ځايي قومندان هم وژل شوی دی.
اسلامي ډله د حزب الله له ډلې سره په ګډه، د اسرائیلو خلاف بریدونه کوي.
بل لورته بیا حزب الله ډلې پر اسرائیلو راکټي حملې کړې، چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی دی.
د یادونې ده، چې پر غزې د اسرائیلو له یرغل وروسته؛ د لبنان حزب الله ډلې پر اسرائیلو بریدونه پیل کړي دي.