د خواف ـ هرات رییل پټلۍ د دویمې برخې د جوړېدو تړون لاسلیک شو

د خواف ـ هرات رییل پټلۍ د دویمې برخې د جوړېدو تړون لاسلیک شو


  • 7 مياشتي دمخه (29/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 238

د خواف‌ـ‌هرات اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرار داد لاسلیک شو.

د ریاست الوزرا له اقتصادي معاوونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا قرارداد د افغانستان اوسپنې پټلۍ او ګاما ګروپ شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د دغې پلټۍ د څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلیو متره اوږدوالی لري چې ۵۳ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

خبرپاڼه کې راغلي چې  ددې پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي.

د یادونې وړ ده چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.