د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نور الدین عزیزي په مشرۍ د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له لوري راغلي پلاوي سره د دوه ورځینو خبرو په ترڅ کې پر یو شمېر موضوعاتو هوکړې شوې.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د اپټا تړون به په دوه میاشتو کې نهايي کېږي.
دغه راز به پاکستانی لوري په راتلونکو شپږ میاشتو کې د کراچۍ په بندر کې له نړیوالو کانټینرونو څخه سیمهییزو کانټینرونو ته د مالونو د انتقال اسانتیاوې برابروي.
دوی په خپلو خبرو کې هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو هوايي ډګرونو له لارې به ټرانزیټ پیل شي.
پاکستاني لوري دغه راز ویلي چې له افغانستان سره به په مشوره، د سوداګري په برخه کې شته خنډونه لرې کوي او له افغانستان څخه پاکستان ته صادرېدونکي د ډبرو سکاره به په نړیواله بیه اخلي.
د یادونې وړ ده چې د یاد پلاوی سفر د اسلامي مارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په رسمي بلنه د دواړو هېواودنو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ټینګولو لپاره ترسره شوی وو.