الله محمد غضنفر؛ له ککلتې لوبډلې سره یو ځای شو

الله محمد غضنفر؛ له ککلتې لوبډلې سره یو ځای شو


  • 3 مياشتي دمخه (29/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 452

د هند په ای پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې الله محمد غضنفر سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.
نوموړی به هلته د مجیب الرحمن پر ځای لوبه کوي.

یادې لوبډلې پر خپلې فیسبوک پاڼې د الله محمد غضنفر د اخیستو خبر ورکړی دی.

مجیب الرحمن څه موده وړاندې ټپي شوی وو، چې لاهم لوبو ته په بشپړ ډول چمتو نه دی.

یادې لوبډلې سره بل افغان لوبغاړی رحمن الله ګربز هم لوبیږی، چې تر اوسه د لوبېدو چانس نه دی ورکړل شوی.
د یادونې ده، چې الله محمد غضنفر ۱۶ کاله عمر لري او تر اوسه یوازې د ایرلنډ خلاف په دوه پنځوس اوریزو سیالیو کې برخه اخیستې.