افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبله کچه راښکته شوې

افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د مرګ ژوبله کچه راښکته شوې


  • 8 مياشتي دمخه (30/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 252

د نړیوال اقتصاد او سولې انسټيټيوټ وایي، ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله په مرګ ژوبله کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی دی. 

یاد انسټيټيوټ په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، دغه کال افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۹ ته راټیټ شوی، چې د تېر کال پرتله ۸۱ سلنه کم والی ښيي.

له بلې خوا، په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبله ۲۲ سلنه زیاته شوې او په دغو پېښو کې ۸۳۵۲ کسان وژل شوي دي. 

په ۲۰۲۳ کې ترټولو لوی ترهګریز برید په اسراییلو کې د حماس له خوا د اکتوبر ۷ برید و چې ۱۲۰۰.کسان یې ووژل.

په راپور کې راغلي، چې دغه کال پاکستان هم د ۴۹۰ تروریستي پېښو شاهد و.