عدلیې وزیر: نور که هر چا د حزب نوم واخیست مجرم دی

عدلیې وزیر: نور که هر چا د حزب نوم واخیست مجرم دی


  • 8 مياشتي دمخه (30/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 293

د عدلیې سرپرست وزیر وایي، چې په دغه وزارت کې د احزابو رياست له منځه تللی او نور د حزب نوم اخيستل جرم دی. 

عبدالحکيم شرعي د جهادي مشر ګلبدين حکمتيار په اړه ويل، چې پوره درناوی يې شوی او د مشرانو په خوښه بل ځای ته لېږدول شوی دی.  

شرعي نن کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې زیاته کړې، چې که حکمتیار دغه درناوی بې احترامي ګڼي، بیا یې عقل کار نه کوي او په احترام نه پوهېږي. 

د نوموړي په خبره، حکمتیار ته یې له کوره د وتلو لپاره د هغه او نورو مشرانو په غوښتنه ۴ اوونۍ وخت ورکړ؛ خو نوموړی بیا هم ونه وت.  

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ګلبدین حکمتیار زوی کابل کې له خپله کوره د خپل پلار اېستل او بل ځای ته لېږدول هغه ته بې احترامي بللې وه.