د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې اداره وايي، د جمعې ورځې ورښتونو په افغانستان کې څه د پاسه ۱۵ سوه هکتاره کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.
یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د دغو ورښتونو له امله په اوو ولایتونو کې سلګونه کورونه، پلونه او سړکونه هم زیانمن شوي دي.
په راپور کې د انساني مرګ ژوبلې یادونه نه ده شوې.
د راپورونو له مخې، وروستیو اورښتونو په فاریاب، ننګرهار او دایکندي کې خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
تېره اوونۍ په ځینو شمالي ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي وو.
د دغو سېلابونو له کبله زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې او ځینې څاروي تلف شوي وو.