په پروان کې د توشلو پر سر د څو کسانو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوې، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.
د پروان د امنیه قومانداني ویاند فضل الرحیم مسکین یار ویلي، پېښه نن د شېخ علي ولسوالي په «کوهن کوتک» کلي کې رامنځ ته شوې.
نوموړی زیاته کړې، چې وژل شوی کس غلام مرضا نومېده او ۲۸ کلن و.
مسکینیار وایي، د دغې پېښې په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي.
توشلې یا مردکۍ د ماشومان د لوبو کولو وسیله ده.