نورستان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

نورستان کې د ټرافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې


  • 3 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 210

د نورستان په دوآب ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د نورستان د امنيې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې پېښه د دوآب ولسوالي په چټک چو سیمه کې د سړک د خرابوالي له کبله رامنځ ته شوې.  

سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ژوبل دي.   

ټپیان د درملنې لپاره د لغمان ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

 د یادونې وړ ده، چې د نورستان کنډ و کپر  سړکونه وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي.