اسراییل په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوایي بریدونه کړي

اسراییل په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوایي بریدونه کړي


  • 8 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 342

اسراییل د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوایي بریدونه کړي دي. 

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د بریدونو په پایله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مهم قوماندان محمد رضا زاهدي وژل شوی دی.  

خو د ایران تسنیم اژانس ویلي، چې په دې بریدونو کې ۵ ایراني دیپلوماتان وژل شوي دي. 

د خبر له مخې، د کونسلګرۍ ودانۍ هم په بشپړ ډول تخریب شوې.   

بل لورته ایران خبرداری ورکړی، چې د اسراییل دا اقدام به بې ځوابه پرېنږدي.

دا بریدونه په داسې حال کېږي، چې له نږدې اوو میاشتو راهیسې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه روانه ده.