سرپرست حکومت دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی

سرپرست حکومت دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی


  • 9 مياشتي دمخه (02/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 268

سرپرست حکومت د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید غندلی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اسراییلو دغه برید د ډيپلوماټیکو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او په سیمه کې به ناامني پراخه کړي.  

یاد وزارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې، چې غزه او نورو سیمو کې د اسراییلو د «جنایتونو» مخه ونیسي. 

د سوریې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اووه غړي وژل شوي دي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په وژل شویو کې قومندان محمدرضا زاهدي او د نوموړي مرستیال جنرال محمدهادي حاجي رحیمي هم شامل دي.