پاکستان تر کوچني اختر وروسته د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي

پاکستان تر کوچني اختر وروسته د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي


  • 9 مياشتي دمخه (02/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 271

‏د پاکستان د سند ایالتي حکومت پرېکړه کړې، چې تر کوچني اختره وروسته له دغه ایالت څخه ۶۷ زره راجستر یا ثبت کډوال وباسي.  

ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی، چې په دې اړه د جګپوړو چارواکو په غونډه کې پرېکړه شوې.  

یادو کډوالو ته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د کډوالی ځانګړي کارتونه وېشلي شوي وو؛ خو د نوې پریکړې له مخې، دا کارتونه باطل ګڼل کېږي.    

پاکستاني چارواکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې تر اختر مخکې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي. 

تر دې مخکې د پاکستان مرکزي حکومت د سند ایالتي حکومت ته ویلي و، چې د ټولو کارت لرونکو کډوالو لېست ورسپاري او د اېستلو لپاره یې تیاري ونیسي.

پاکستان د تېر کال په وروستیو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان افغانستان ته ستانه کړل.