یوناما: ماینونه لا هم د افغانانو ژوند ته یو جدي ګواښ دی

یوناما: ماینونه لا هم د افغانانو ژوند ته یو جدي ګواښ دی


  • 6 مياشتي دمخه (02/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 260

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، ماینونه او ناچاودي توکي لاهم د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ دی.  

یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ماین‌ پاکۍ کارکوونکي د استوګنې او ښوونځیو شاوخوا سیمو په پاکولو سره د خلکو ژوند ژغوري.

یادې استازولۍ تېره ورځ ویلي وو، چې په افغانستان کې څه باندې درې زره کیلومټره مربع ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده. 

د یوناما په خبره، هر کال د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه زره کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

د یادونې ده، چې په هرات او غزني کې وړمه ورځ په دوو چاودنو کې ۱۱ ماشومانو ژوند بایللی او پنځه نور ژوبل شوي دي.