د استانبول د بیشکتاش په یوه نایټ کلب کې تېره ورځ د اور لګېدو له کبله کې ۲۹ کسان وژل شوي او یو کس ټپي دی.
ترکي رسنۍ وایي، اور د یوې ۱۶ پوړیزې ودانۍ لومړي پوړ کې هغه مهال ولګېد، چې د کلب د بیا رغونې چارې په کې روانې وې.
ترکي چارواکو ویلي، تر اوسه د اورلګېدنې لامل معلوم نه دی؛ خو د کلب د مدیر په شمول څو تنه نیول شوي او پوښتنې، ګروېږنې ترې پیل شوې دي.
د استانبول ښاروال داوت ګل وايي، ګومان کېږي چې وژل شوي کسان د کلب د بیا رغونې په چارو کې ښکېل وو.