د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت ته باید پاملرنه زیاته شي

د قزاقستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت ته باید پاملرنه زیاته شي


  • 9 مياشتي دمخه (04/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 358

د قزاقستان ولسمشر وایي، د افغانستان وضعیت ته باید پاملرنه زیاته شي، ترڅو د ترهګرو ډلو د ودې مخه ونیول شي. 

قاسم جومارت توکایف تېره ورځ د شانګهای سازمان غړو هېوادونو د ملي امنیت له سلاکارانو سره په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان له پرمختګ سره مرسته کول د ترهګرو ډلو د ودې مخه نیسي. 

توکایف دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید بشري مرستو ته دوام ورکړل شي.

په دې غونډه کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق، افراطیت، سازمان شویو جرمونو او استخباراتي همکاریو په اړه نظرونه تبادله شوي دي.

که څه هم سرپرست حکومت لا د قزاقستان ولسمشر څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې افغانستان کې وسله والې ډلې شتون نه لري او هېچاته به ترې ګواښ پېښ نه شي.