د پولیو له منځه وړلو برخه کې؛ پاکستان له افغان لوري سره د اغېزناکو خبرو وړاندیز کړی

د پولیو له منځه وړلو برخه کې؛ پاکستان له افغان لوري سره د اغېزناکو خبرو وړاندیز کړی


  • 9 مياشتي دمخه (04/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 300

د پاکستان روغتیا وزارت چارواکو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ د ختمولو په اړه له افغان لوري سره د جدي خبرو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان د روغتیا وزارت مرستال ډاکټر مختار ویلي، اړتیا ده، چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې او اغېزناکې خبرې وشي.

نوموړي تېره ورځ په نړۍ کې د ګوزڼ ضد «بیل» او ملنډا ګیټس بنسټ غړو سره په لیدنه کې ویلي چې په دې وروستیو کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو ثبتېدو یو علت پر ډېورنډ فرضي کرښه د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه وه. 

افغانستان او پاکستان اوسمهال په نړۍ کې یوازېني هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي په کې لا هم شته.

پاکستان کې روان کال تر دې دمه د ګوزڼ دوې مثبت پېښې ثبت شوې دي؛ خو تېر کال دغه شمېر شپږ تنه و.

بل لورته بیا افغانستان کې تېر کال د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې؛ خو سږکال بیا کومه پېښه نه لیدل کېږي.