ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د ۶۲۰ ميليون ډالرو غوښتنه کړې


  • 8 مياشتي دمخه (06/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 265

په سويلي اسيا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دفتر ويلي، په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د خونديتوب او ملاتړ لپاره ۶۲۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

دې بنسټ پر ايکسپاڼه ليکلي، په دې بودجې سره به د ۲۰۲۴ کال پر مهال له ۴.۸ ميليون افغان کډوالو او د هغوی له ۲.۵ ميليون کوربنو سره مرسته وکړي.

د دې بنسټ په وينا، شاوخوا ۲۳.۷ ميليون وګړي د ژوندي پاتې کېدلو لپاره بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل راپور کې زیاته کړې چې د ايران او پاکستان د دولتونو د ارزونې پر اساس، دا دواړه هيوادونه د شاوخوا ۷.۷ ميليون افغان وګړو کوربه دي.