د اسلامي امارت رهبر د راتلونکي کمکي اختر په مناسبت پېغام کې ویلي، اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او له ټولو اړخونو غواړي څو د افغانستان "حریم، عزت او ګټو" ته پام وکړي.
مولوي هبت الله اخندزاده دغه پېغام کې پر فلسطین د اسراییلو روان بریدونه یو ځل بیا غندلي او پر ټولې نړۍ په ځانګړې توګه پر اسلامي هېوادونو یې غږ کړی څو د اسراییلو د "ظلم" مخه ونیسي.
که څه هم د اسلامي امارت رهبر په دغه پېغام کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې، د پوهنې وزارت د ديني او عصري زده کړو په برخه کې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د اسلامي امارت رهبر په دغه پېغام کې د اسلامي امارت له ټولو مسوولینو غوښتي څو خپلو کارونو ته پام وکړي او په خبره یې، د هر مسوول تېروتنه په ټول نظام اغېز کوي.