د خلیل الحیا په مشرۍ؛ حماس له اسراییلو سره د سولې خبرو لپاره قاهرې ته پلاوی استوي

د خلیل الحیا په مشرۍ؛ حماس له اسراییلو سره د سولې خبرو لپاره قاهرې ته پلاوی استوي


  • 8 مياشتي دمخه (07/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 228

ټاکا شوې چې حماس ډله به د مصر پلازمېنې قاهرې ته له حماس ډلې سره د خبرو لپاره پلاوی واستوي.

 رویټرز راپور ورکړی چې د دغه پلاوي مشري د حماس ډلې مرستیال خلیل الحیا کوي او ټاکل شوې نن (یکشنبه) د مصر پلازمېنې ته لاړ شي.

اخوا رویټرز ته سرچینو منلې چې تېره ورځ د امریکا استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر بېل برنز هم قاهرې ته رسېدلی تر څو د نن ورځې په خبرو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې په دغو خبرو کې د اسراییلي پلاوي ترڅنګ د قطر بهرنیو چارو وزیر هم برخه واخلي.

سره له دې چې تر دې وړاندې هم داوړو لوریو خبرې کړې؛ خو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.