سیاسي مرستیال: رسنۍ دې د نفاق له منځه وړلو لپاره کار وکړي

سیاسي مرستیال: رسنۍ دې د نفاق له منځه وړلو لپاره کار وکړي


  • 8 مياشتي دمخه (09/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 316

 د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال، د رسنیو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي، اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د رسنیو د مسؤلینو او استازو په ګډون له ګڼو سیاسي شنونکو سره دګډ روژه ماتي پرمهال ویلي چې افغانستان تر هرڅه زیات یو والي ته اړتیا لري.

نوموړي له نړۍ او په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو سره پر مثبتو اړیکو د ټینګار تر څنګ وویل  چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره د اړیکو خرابېدل نه غواړي او نړۍ هم باید د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې له میشت بهرنیو سفیرانو او دیپلو ماتانو سره هم ورته ناسته کړې وه.