د خوړو نړیوال پرواګرام بدخشان کې څه باندې دوه سوه جریبه شاړه ځکمه اباده کړې

د خوړو نړیوال پرواګرام بدخشان کې څه باندې دوه سوه جریبه شاړه ځکمه اباده کړې


  • 9 مياشتي دمخه (12/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 234

د خوړو نړیوال پرواګرام یا ډبلیو اف پي وايي، چې په بدخشان کې یې دوه سوه جریبه شاړه ځمکه په زرغونې ځمکې بدله کړې ده.

یادې ادارې تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دا کار یې هلته د کلیوالي ټولنو په مرسته کړی.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، له دې کار یې موخه کورنیو او ماشومانو ته د خوړو برابروالی دی.

دوی وايي، که مرسته ورسره وشي؛ نو دغه ډول نورې چارې هم ترسره کولای شي.

د خوړو نړیوال پروګرام دا اقدام په داسې وخت کې ترسره کوي، چې د همدې ادارې د راپور پر اساس، دمګړي په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه خلک د بل وخت خوړو پیداکولو ته حیران دي.