برېټانیا: پاکستان زمونږ د وګړو لپاره خطرناک دی، نه دې ورځي

برېټانیا: پاکستان زمونږ د وګړو لپاره خطرناک دی، نه دې ورځي


  • 8 مياشتي دمخه (13/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 307

پاکستان کې د وروستیو نا امنیو له کبله برېټانیا تېره ورځ دغه هېواد د خپلو وګړو لپاره خطرناک بللی دی. 

دوی دا هېواد د هغو هېوادونو په لیست کې شامل کړ، چې د دوی د وګړو لپاره ورته سفر خطرناک دی.

د برېټانیا په دې لیست کې دمګړی ۲۴ هېوادونه شامل دي.

د برېټانیا د دې اقدام علت جګړه، تروریزم، طبیعي پېښې، بده هوا او ټول هغه شیان یاد شوي چې چا ته په‌کې د سر خطر متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بلوچستان په نوشکي سیمه کې نامالومو وسله والو ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.