ایران پر اسراییل د لسګونه ډرون الوتکو په وسیله برید کړی

ایران پر اسراییل د لسګونه ډرون الوتکو په وسیله برید کړی


  • 9 مياشتي دمخه (14/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 242

وروسته له هغې، چې اسراییلو په دمشق کې د ایران کونسلګري په نښه او د سپاه پاسداران مهم قومندانان یې ووژل، ایران نن یکشنبه پر اسراییلو د کروز، بالستیک او ډرون توغنديو پر مټ بريد کړی دی.  

ایراني چارواکو ویلي، که چېرې اسراییلو کوم بل اقدام وکړ؛ نو د ایران ځواب به له دې هم سخت وي. 

د ایران سپاه‌ پاسدران ډلې ویلي، چې لسګونه اهداف یې په نښه کړي دي. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید په دمشق کې پر خپلې قونسلګرۍ د برید غچ اخیستنه بللې.

د اسراییل دفاع وزارت د ایران برید تائید کړی؛ خو وايي؛ ډېر توغندي او ډرون الوتکې د اسراییل پولو ته له رسېدو وړاندې له‌ منځه وړل شوي. 

د امریکا ولسمشر جوبایډن بېړنۍ غونډه او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د کړکېچ د ژر پای ته رسولو غوښتنه کړې. 

جرمني، بریټانیې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ایران یاد بریدونه غندلي دي.