د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۷ مقامه رامخکې شوه

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۷ مقامه رامخکې شوه


  • 3 مياشتي دمخه (15/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 267

د فوټبال نړیوال فدراسيون «فيفا» د تازه درجه‌بندۍ له مخې، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله اووه مقامه مخته تللې ده. 

په دې اووه مقامه کې افغانستان له سنګاپور، يوګنډا، يمن، هانګ‌کانګ، ګيانا، لايبريا او مالدووا هېودانو مخکې شوی دی.

افغان لوبډله اوس د ۱۰۳۷ نومرو په لرلو سره په ۱۵۱ مقام کې ده. 

افغانستان له دې وړاندې په ۱۵۸ مقام کې و.   

د دې جدول په سر کې ارجنټاین او فرانسې ځای نيولی دی.