اروپايي ټولنه: افغانستان کې د سرطان ناروغانو ملاتړ کوو

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د سرطان ناروغانو ملاتړ کوو


  • 7 مياشتي دمخه (16/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 305

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي او د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډه د سرطان ناروغانو ملاتړ کوي. 

د اروپايي ټولنې د استازولۍ چارسمبالې، رافایلا ایوډیس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په کابل کې د سرطان ناروغانو لیدلو ته ورغلې او له نږدې یې د هغو د مراقبت او درملنې بهیر لیدلی دی. 

هغې ویلي، اوس مهال د سرطان ناروغانو لپاره یوازې همدغه یو مرکز دی او دوی هڅه کوي چې د روغتیا نړۍوال سازمان- افغانستان څانګې سره په ګډه په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه په افغانستان کې د سرطان ناروغانو لپاره د "ادې" روغتون څانګه هم پرانېستل شوه.